په ادلب کې د اوربند د نافذیدو نه وروسته په یوه میاشت کې ۷۳ زره تنه خپلو کلو او کورونو ته ستانه شوي
په سوریه کې په ادلب کې د مارچ د میاشتې په ۶ مه نیټه د نافذ شوي اوربند نه راپدیخوا ۷۳ زره تنه خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
په سوریه کې د کډوالۍ د چارو په برخه کې فعالیت کوونکي د سوریې د مداخلې د همغږۍ د ادارې مسئول ویلي دي چې د مارچ په ۶ شپږمه د اسد رژیم او ملاتړ کوونکو لخوا يي د اوربند د نافذیدو نه راپدیخوا د اسد د رژیم د بریدونو له امله د کډه شوو په لسګونو زرو کورنیو نه ۷۳ زره تنه بیرته خپلو کلو او کورونو ته راستانه شوي دي.
هغه وویل چې د تیر کال د اکتوبر په میاشت د اسد رژیم لخوا د بریدونو د ډیریدو له امله د څه باندې یو میلیون تنه انسانان د خپلو کور کلو پریښودو ته مجبور شوي وو . د اوربند د ټینګیدو نه وروسته ۷۳ زره تنه بیرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.
هغه وویل چې د اسد ځواکونو او د هغوې ملاتړو ایراني ترهګرو لخوا د مځکې او هوا له لارې عملیاتو په سلګونو زره انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ ویستل. اوس هم یو زیات شمیر سیمې د اسد ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. ددې سیمو نه کډه شوي کسان نه غواړي چې د اسد تر کنټرول لاندې خپلو سیمو ته راستانه شي.
نوموړي کسان د ترکیې سره په پوله کې په سوریه کې په کمپونو کې ژوند کوي.
د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ په ۵ مه نیټه په مسکو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې په اوربند سره په توافق ورسیدل. د ۲۰۲۰ کال د مارچ د ۶ مې نیټې د شپې ۱۲ بجو نه اوربند نافذ شو.
د اسد د رژیم د ځواکونو د وخت نا وخته سرغړونو سره سره بیا هم اوربند دوام لري.
اړوند خبرونه

ترکیې د چین نه وروسته د جرمني نه هم د کرونا ویروس واکسین واخیستل.
ترکیې ته د بیو ان تګ په نامه د کرونا ویروس واکسین هم راورسیدل

روغتیا نړۍوال سازمان : د ژمي میاشتې به ډیرې سختې تیرې شي
د روغتیا نړۍوال سازمان د ژمې په رارسیدو سره د کرونا ویروس په اړه ډیر سخت خبرداری ورکړ.