په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۸۱۶۵ تنو ته لوړه شوه

په ایټالیا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۴۴۹۲ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی

1385802
په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۸۱۶۵ تنو ته لوړه شوه

 

په ایټالیا کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۶۲  تنو ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۸۱۶۵ ته  لوړه شوه.

د ایټالیا د ملکي‌ خوندیتوب د ادارې  چارواکي‌ اګوستینو میزو   په هیواد کې د کرونا ویروس په اړه وروستي‌ معلومات په پلازمینه روم کې  د خبري‌ رسنیو سره شریک کړل.

هغه وویل چې په هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۶۲۰۱۳ تنو ته رسیدلې ده. که چیرې ددې شمیرې سره د مړو او روغو شوو کسانو شمیره اضافه کړو نو ۸۰۵۳۹ تنو ته رسیږي.

هغه وویل چې د کرونا په ویروس اخته د روغو شوو کسانو شمیره پرون ۹۳۶۲ تنه وه  چې نن د ۹۹۹ تنو نورو کسانو د ښه کیدوسره  دا شمیره ۱۰۳۶۱  تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۶۶۲ تنو کسانو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۸۱۶۵ تنو ته لوړه شوه.

هغه وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۴۹۲ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي.



اړوند خبرونه