په ایران کې یو تن ۶ کلن ماشوم د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړ.

د کرونا ویروس ځوانانو ته هم خطرناکه دی

1383986
په ایران کې یو تن ۶ کلن ماشوم د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړ.

 

د ایران د شمالي‌ خراسان د طبي‌ علومو پوهنتون د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې پدې ایالت کې تر اوسه پورې په ۱۸۹ تنو کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی .

همداشان ۱۹ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی دی چې یو تن يي شپږ کلن ماشوم دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې ۹۹ تنه ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته رخصت کړی شوي‌ دي.

د ویلو ده  سره ددې چې ډاکټران او کارپوهان وايي چې دا ویروس ډیری د پاخه عمر لرونکي‌ او د کرونیک ناروغانو ته ډیر خطرناکه دی خو هغه ځوانان او ماشومان ته هم ډیر خطرناکه دی چې ناروغۍ ولري‌ او یا هم د وجود د مقامت سیستم يي ضعیفه وي.

د کرونا ویروس تر ټولو کوچنی قربان یو تن درې کلن ماشوم دی.

همداشان په ایران کې هم د ۶ کلن ماشوم د مړینې نه خبر ورکړ شو.

د ترکیې د روغتیا وزیر تیره ورځ په هیواد کې په ټولو ځوانانو غږ وکړ چې تاسې هم د خطر سره مخامخ یاست.



اړوند خبرونه