په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲ تنو ته لوړه شوه.

په ترکیه کې د کرونا ویروس ۹۳ تازه مثبتې پیښې ثبت شوې

1380842
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲ تنو ته لوړه شوه.

 

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه. هغه تیره شپه وویل چې  د کرونا ویروس له امله مو خپل یو تن ۶۱ کلن ناروغ له لاسه ورکړ.

همداشان هغه وویل چې د کرونا ویروس د شکمنو کسانو نه د ۹۳ تنو نورو کسانو معاینات هم  مثبت ول او د کرونا ویروس پکی تشخیص شوی دی چې پدې ډول په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۱۹۱ تنو ته لوړه شوه.

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌ دي‌ چې په ډیرې خواشینۍ سره چې زمونږ د کرونا ویروس د ناروغانو نه یو تن ۶۱ کلن نارینه ژوند د لاسه ورکړ او د مړو شمیره دوو تنو ته لوړه شوه.

هغه ویلي‌ دي‌ چې وفات شوي‌ کس ته د الله د دربارڅخه د رحمت اومغفرت او کورنۍ او خپلوانو ته د صبر غوښتنه کوو.

هغه زیاته کړې ده چې انشاالله چې ددې تهدید مخه به ګډه سره ونیسو.



اړوند خبرونه