روغتیا نړۍوال سازمان : کرونا نړۍواله ساري ناروغي ده

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې  نوی ډول کرونا ویروس په نړۍوالې ساري ناروغۍ بدله شوې ده .

1377143
روغتیا نړۍوال سازمان : کرونا نړۍواله ساري ناروغي ده

 

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټیډروز اذانوم غیبیریوس په جینیوا کې خبري غونډې ته د نوي ډول کرونا ویروس په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د کرونا ویروس د دوو اونیو په دننه کې د چین نه بهر ۱۳ برابره او اغیزمندو هیوادونو شمیره ۳ برابره لوړه شوې ده .

هغه وویل چې  د کرونا ویروس په نړۍوالې ساري ناروغۍ بدله شوې ده .

هغه وویل چې  د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې  د کرونا ویروس ارزولی چې نتیجې د ویروس د خپریدو کچه  او شدت  ټول د اندیښنې سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل چې د روغتیا نړۍوال سازمان ددې ویروس په مقابل کې لکه څرنګه چې لازم وو مبارزه نده کړې.

د همدې امله مو پریکړه وکړه چې دا ناروغي د یوې نړۍوالې ساري ناروغۍ په توګه اعلان کړو.

د ویلو ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان د لومړي ځل لپاره په چین کې لیدل شوی د کرونا ویروس له امله د جنوري په ۳۰ مه نيټه  بیړنی حالت اعلان کړ.  



اړوند خبرونه