د کرونا ویروس له امله ځاني تلفات په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دي

په ایران کې د نوي ډول کرونا ویروس له امله ځاني تلفاتو کچه د هرې ورځې په تیریدو سره په ډیره چټکه توګه مخ په لوړیدو  ده.

1373139
د کرونا ویروس له امله ځاني تلفات په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دي

 

په سوریه کې د ایران پخوانی سفیر، د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی سرپرست او پارلمان د رئیس سلاکار حسین شیخ الاسلام  د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان د ایران په پارلمان کې د تهران د خلکو استازې او د اسلامي ائتلاف د ګوند د مرکزي شورا غړې فاطمه رهبر هم  د کرونا ویروس له امله په کوما کې قرار لري.

همداشان د ایران د پارلمان په یوې بلې غړې زهره الهیان کې هم  د کرونا ویروس تثبیت شوی دی چې پدې ډول  د ایران په پارلمان کې دا ۲۴ وکیل دی چې په کرونا ویروس اخته کیږي.

د ایران سیاحتي سیمو ته په تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

د بله پلوه په فلسطین کې د اشغال لاندې  په لویدیځه تراړه کې هم  په ۷ تنو فلسطیني وګړو کې  کرونا ویروس لیدل شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې پرون د یو هوټل کارکوونکي  د کرونا ویروس په شک معاینات وکړل. د نوموړو معایناتو نه وروسته په لویدیځه  تراړه کې فوق العاده حالت اعلان شو. په بیت الحم او اریحا په ښارونو کې  ټول تعلیمي موسسات  ، جوماتونه او کلیساګانې د ۱۴ ورځو لپاره تړل  شوي دي.

همداشان په بیت المقدس کې  په مسجدالاقصی کې د کرونا ویروس د تدابیرو په خاطر د هر وخت لمانځه نه وروسته دوا شینده کیږي.

همداشان سعودي عربستان هم  د کرونا ویروس پر وړاندې د تدابیرو په خاطر د کعبې شریف طواف باندې بندیز لګولی دی. همداشان یواځې په مسجدالحرام کې لمونځ ته اجازه ورکول کیږي.

سعودي عربستان د فبروري د ۲۷ مې نیټې راهیسې عمرې حج او مسجدالنبوي په زیارت بندیز لګولی دی. همداشان تیره ورځ  د سعودي عربستان په خلکو هم د موقتي مودې لپاره د عمرې په زیارت بندیز ولګول شو.

په چین کې بیا د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۳۰۴۴ تنو ته لوړه شوه.

د چین د روغتیا ملي کمیسیون ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په چین کې ۳۰ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند دلاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۰۴۴ تنو ته لوړه شوه .

په امریکا  متحده ایالتونو کې هم  د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۲ تنو ته لوړه شوه. د امریکا په کالفورونیا ایالت کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.



اړوند خبرونه