په چین کې د کرونا ویروس له امله ځاني‌ تلفات په چټکۍ سره د لوړو پر حال کې دي

په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۱۱۴ تنو ته لوړه شوه

په چین کې د کرونا ویروس له امله ځاني‌ تلفات په چټکۍ سره د لوړو پر حال کې دي

په چین کې د نوي‌ ډول کرونا ویروس ساري‌ ناروغۍ له امله د مړو شمیره ۱۱۱۴ ته لوړه شوه. همداشان پډې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۴۴۶۵۳ تنو ته لوړه شوې ده .

د چین د روغتیا ملي‌ کمیسیون ویلي‌ دي‌ چې  په هیواد کې په ویروس د اخته کسانو سره د تماس له امله تر مشاهدې لاندې د نیول شوو کسانو شمیره ۱۸۵ زره او ۳۷ تنو ته رسیدلې ده . په ۱۶ زرو تنو باندې په ویروس د اخته کیدو شک شتون لري.

همداشان  د کرونا په ویروس د اخته کسانو نه د ۸۲۰۴ تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی. سربیره پر دې په هانګ کانګ کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۴۹ تنو ته لوړه شوې ده . ۴زره او ۷۴۰ تنه د درملنې نه وروسته د روغتون نه خارج شوي‌ دي.

په چین کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی او ۲۰۱۵ نوې پیښې ثبت شوي‌ دي.

د ویلو ده چې په چین کې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۲ مه نیټه لومړی د کرونا ویروس ووهان ښار کې ولیدل شو چې په ډیره چټکه توګه نورو ښارونو ته  خور شو. د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس له امله بیړنی حالت اعلان کړ


پيوندونه: کرونا ویروس , چین

اړوند خبرونه