په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۰۹ تنو ته لوړه شوه

په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس ناروغۍ له امله د مړو شمیره ۹۰۹ تنو ته  لوړه شوه. همداشان پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۴۰۱۷۱ تنو ته  رسیدلې ده.

په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۰۹ تنو ته لوړه شوه

 

د چین د روغتیا ملي کمیسیون ویلي دي چې د نوي ډول کرونا ویروس ناروغۍ له امله په ټول هیواد کې  او په هانګ کانګ کې  د یو تن په ګډون  د مړو شمیره ۹۰۹ تنو ته  لوړه شوې ده .

همداشان پدې ویروس  د اخته شوو کسانو شمیره  ۴۰۱۷۱ تنو ته  چې ۶۵۰۰ تنو روغتیايي  حالت يي باریکه  دی  رسیدلې ده .

په چین کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  د نوموړي ویروس له امله  ۹۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې دا رقم  د ویروس د راپیدا کیدو نه راپدیخوا تر ټولو لوړ رقم  دی.

همداشان  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۶۲ نوې  واقعې  ثبت شوي دي.

په هانګ کانګ کې  د کرونا د ویروس د مثبتو واقعو  شمیره  ۳۶ ته او ماکاو ځانګړې ادارې په سیمه کې بیا لسو ته  لوړه شوې ده .

د ویلو ده چې  د کرونا ویروس  ځاني  تلفات د سارس  د ویروس نه په کراتو لوړ دي. د سارس د ویروس له امله په یو کال کې د وژل شوو کسانو شمیره  د کرونا د ویروس له امله په یو میاشت کې د وژل کسانو شمیرې نه  ټیټه وه.

د روغتیا د نړۍوال سازمان  د شمیرو له مخې  په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې  د سارس ویروس د ناروغۍ له امله  په یو کال کې  ۷۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو. تر ټولو زیات ځاني تلفات په چین کې وو.


پيوندونه: کرونا ویروس , چین

اړوند خبرونه