په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۹۱ تنو ته لوړه شوه

په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس ساري ناروغۍ  له امله  د مړو شمیره  ۴۹۱ تنو ته  لوړه شوه.

په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۴۹۱ تنو ته لوړه شوه

 

همداشان  پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره هم  ۲۴۳۲۴ تنو ته  لوړه شوه.

د چین د روغتیا د ملي کمیسیون د معلوماتو له مخې  په چین کې  د کرونا ویروس  له امله د مړو شمیره ۴۹۰  او په هانګ کې هم  یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

یاد شوي کمیسیون ویلي دي چې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  پدې ویروس  د اخته شوو کسانو شمیره هم  ۲۴۳۲۴ تنو ته  لوړه شوه.

د نوموړو کسانو نه  د ۳۲۱۹ تنو روغتیايي  حالت  باریکه  دی.

همداشان  د کرونا  د  ویروس  په شک  د مشاهدې  لاندې  د نیول شوو کسانو شمیره  ۱۸۵ زره ۵۵۵ تنو ته  لوړه شوې ده .

د چین سربیره  په هانګ کانک کې  د کرونا ویروس د تثبیت شوو واقعو  شمیره ۱۸ ته  او په ماکوا  ځانګړې اداري سیمه کې  بیا  لسو ته لوړه شوه.

د ویلو ده چې د نوې ډول  کرونا ویروس  لومړی  د چین د هوبئي ایالت اړوند  د ووهان په ښار کې  د  ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۲ مه نیټه  ولیدل شو.


پيوندونه: کرونا ویروس , چین

اړوند خبرونه