د مار غوڅ شوي سر وچيچلو!

په امريكا كې يو سړى د هغه مار لخوا وچيچل شو چې سر ترې غوڅ شوى و.

988046
د مار غوڅ شوي سر وچيچلو!

 

 

ددې هېواد د تكزاس په ايالت كې يو سړى په خپل باغ كې د كپچه مار تر ليدلو وروسته د پېلچې په واسطه يې ترې سر غوڅ كړ. دې سړي غوښتل چې د مار غوڅ شوى سر او پاتې برخه په كثافاتو كې واچوي خو د غوڅ شوي سر لخوا وچيچل شو.

ددې سړي مېرمن ځايي خبريالانو ته وويل چې مېره يې بېهوښه شوى و چې د امبولانس په واسطه روغتون ته ولېږدول شو او اوسمهال تر مراقبت لاندې دى.

ويل كيږي چې د مارانو د چيچلو وړتيا تر مرګه وروسته هم د څو دقيقو لپاره دوام لري.


پيوندونه: #تكزاس , #مار , #امريكا

اړوند خبرونه