د روژې سره مو په بدن كې څه ډول بدلون راځي؟

د روژې د مياشتې د پيل سره سم په نړۍ كې سلګونو ميليونو مسلمانانو د اسلام ددې مهم ركن د پر ځاى كولو په پار د روژې په نيولو پيل وكړ.

974141
د روژې سره مو په بدن كې څه ډول بدلون راځي؟

 

د طب پوهانو ددې عبادت د حكمتونو په اړه بېلابېلې څېړنې كړې دي. پوهان وايي چې د انسان د بدن د هاضمې سيستم تر پيشلمي ۸ ساعتونه وروسته د لا زياتو خوړو درك كوي. ځكه معده او كولمې په ۸ ساعتونو كې هغه ټول څه هضموي چې په پيشلمي كې خوړل شوي دي. د انسان وجود د اړتيا وړ انرژۍ د تامينولو لپاره په ځيګر او نسجونو كې زېرمه شوي ګلوكوز مصرفوي. تر ګلوكوز وروسته د انرژۍ د توليد بله زېرمه بيا د انسان په وجود كې هغه وازدې دي چې د خېټې شاوخوا راټولې شوې دي.

ددې وازدې د ويلې كېدلو سره انسان په سالم ډول وزن وركوي. ددې لپاره چې په روژه كې د خوراك او څښاك له پلوه انسان په تكليف هم نشي او په سالمه توګه خپلې وازدې هم ويلې كړي، پوهانو يو شمېر توصيې كړې دي چې په لاندې ډول دي:

۱ – د روژې له ۳  نه تر ۷مې ورځې پورې:

پدې موده كې د انسان بدن د لږ خوراك او لږې انرژۍ د مصرفولو سره عادتيږي. خو د مايعاتو د لږوالي له امله د انسان بدن خوله كوي او په پايله كې يې د وينې شكره لوېږي. ځكه خو بايد د روژه ماتي او پيشلمي ترمېنځ انسان لږ تر لږه ۲ ليتره مايعات وڅښي چې اوبه تر ټولو ښه بديل بلل كيږي.

۲ – د روژې له اتمې نه تر ۱۵مې ورځې پورې:

د انسان بدن دريم پړاو ته ځي او په تمامه معنا د روژې سره عادت كيږي. د انګلستان د كمبريج د پوهنتون په روغتون كې د انستېزۍ او ريكورۍ د څانګې ډاكټر رازين محروف پدې اړه وايي چې د روژې پرته په عادي ورځو كې انسانان ډېر خوراك كوي. د انسان بدن او په تېره بيا د هاضمې سيستم هم هڅه كوي چې دا ډول ډول خواړه تجزيه او مضر مواد ترې افراز كړي. د روژې په مياشت كې چې انسان لږ خواړه خوري، د انسان د هاضمې سيستم او د بدن دفاعي غړي ددې پر ځاى چې خپل وخت د خوړو په تجزيه كولو ضايع كړي، نورې مهمې دندې ترسره كوي.  په تېره بيا د انتاني ناروغيو په مقابل كې مبارزه كوي چې دا په خپله د روژه تي روغتيا ته ګټه رسوي.

۳ – د روژې له ۱۶مې تر ۳۰مې پورې:

د روژې د مياشتې په دويمه نيمايي كې د انسان لويې كولمې، پختورګي او پوستكى د زهري موادو نه پاكيږي. د ډاكټر محروف په وينا پدې موده كې د  بدن ټول غړي د كم خوراك سره عادت شوي دي او د مضرو شيانو پر وړاندې په لوړه سطحه مبارزه كوي.

ددې په پايله كې انسان له يوې خوا په سالمه توګه خپل وزن كموي او  د بله پلوه له بده زهري مواد افرازوي.



اړوند خبرونه