هره ورځ ۲۶ ماشومان د اسهال له امله مري.

په افغانستان كې هره ورځ په اوسط ډول ۲۶ تنه ماشومان د اسهال او ورته ناروغيو په پايله كې خپل ژوند له لاسه وركوي.

840361
هره ورځ ۲۶ ماشومان د اسهال له امله مري.

 

 

د ملګرو ملتونود ماشومانو سره د مرستې پروګرام يونيسيف په افغانستان كې د ماشومانو د حالت په اړه نوى راپور خپور كړى دى.

د راپور له مخې

په راپور كې راغلي دي چې هر كال د اسهال له امله ۹ زره ۵۰۰ تنه ماشومان چې عمرونه يې تر ۵ كلونو ټيټ وي، مري.

د اسهال په ناروغۍ د اخته كېدلو اصلي لامل غير كافي خواړه، د پاكو اوبو نشتوالى او د چاپېريال ككړتيا ښودل شوى ده. په ځانګړي توګه د پاكو اوبو د نشتوالي له امله د اسهال د ناروغۍ پراختيا د ماشومانو ژوند د ګواښ سره مخامخ كوي.

په راپور كې راغلي دي چې په افغانستان كې يواځې د نفوسو ۵۸ سلنه پاكې اوبه موندلى شي.



اړوند خبرونه