د پانډا ډيپلوماسي!

پانډا چې د چين د هېواد ملي حيوان بلل كيږي، د ډيپلوماتانو په توګه يې نورو هېوادونو ته ليږي.

816389
د پانډا ډيپلوماسي!

 

 

چين د وروستي ځل لپاره دوه پانډاګان د نېك نيت او ښو اړيكو د سمبول په توګه د اندونېزيا هېواد ته ولېږل.

چين د تېرو ۶۰ كلونو راهيسې نورو هېوادونو ته دا حيوانات ليږي چې د پانډا د ډيپلوماسۍ په نامه شهرت لري. په همدې موخه يې د اندونېزيا سره د اړيكو د ټينګښت په موخه تېره ورځ دوه پانډاګان ددې هېواد يو ژوبڼ ته ولېږل.

اندونېزيا دې پانډاګانو لپاره ۷ كلونه انتظار ويستلى و چې بلاخره يې د هو چون او ساى توا په نامه دوه ډيپلوماټ پانډاګان ترلاسه كړل.

ټاكل شوې ده چې دا پانډاګان به د اندونېزيا د بوګور په ښار كې په يو آزاد ژوبڼ كې نندارې ته وړاندې شي. ددې پانډاګانو نه د ساتنې په موخه تر اوسه پورې يې ۴،۵ ميليونه ډالره لګښت كړى دى. دا پانډاګان به په اندونېزيا كې۱۰ كاله پاتې شي. ددې لپاره اندونېزيا ۲ متخصص ويترنران او ۸ تنه ساتونكي ګمارلي دي چې دنده يې يواځې له دې پانډاګانو محافظت دى.

چين په ۲۰۱۰م كال كې د اندونېزيا سره د اړيكو د ۶۰مې كليزې د لمانځلو پر مهال وعده كړې وه چې دې هېواد ته به ډيپلوماټ پانډاګان وليږي.

چين د همدې ډيپلوماسۍ په ترڅ كې د امريكا متحدو ايالتونو ته ۱۲، چاپان ته ۸، سينګاپور ته ۴، د مالېزيا او اسپانيا هېوادونو ته ۳، د انګلستان، بلجين، اتريش، كاناډا، هالنډ او تاليند هېوادونو ته ۲ ډيپلوماټ پانډاګان لېږلي.

ويل كيږي چې ددې پانډاګانو نسل د خطر سره مخامخ دى او د ځمكې پر سر يواځې ۱۶۰۰ دانې پاتې دي.  په همدې موخه په چين كې ځانګړي مراكز له دې پانډاګانو ساتنه كوي.



اړوند خبرونه