د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه ومړه

د ايمان احمد عبدالعاطي په نامه يوه مصرۍ ښځه چې د نړۍ د تر ټولو چاغې ښځې عنوان يې درلود، په متحده عربي آماراتو كې ومړه.

813933
د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه ومړه

 

د ايمان احمد عبدالعاطي په نامه يوه مصرۍ ښځه چې د نړۍ د تر ټولو چاغې ښځې عنوان يې درلود، په متحده عربي آماراتو كې ومړه.

ايمان احمد چې څه باندې ۵۰۰ كيلوګرامه وزن يې درلود پخوا د درملنې لپاره هند ته هم تللې وه. نوموړې په دې توانېدلې وه چې شاوخوا ۳۰۰ كيلو ګرامه وزن كم كړي خو د وجود د داخلي غړو د كمزوتيا په پايله كې يې ونشو كولاى چې ژوندۍ پاتې شي.

د روغتون لخوا د ايمان احمد د مړينې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې نوموړې قلبي تكليف درلود او د پختورګو د ستونزو سره لاس او ګرېوان وه.

د ايمان كورنۍ وايي چې هغې د تېرو ۱۲ كلونو راهيسې پدې نه وه توانېدلې چې له كوره بهر ووځي.

ايمان په ۳۷ كلنۍ كې مړه شوې ده.


پيوندونه: #چاغه

اړوند خبرونه