د  انسان د عمر د ډېرولو لارې چارې

په نړۍ كې د ټېكالوژۍ د پراختيا سره سم طب هم د هرې ورځې په تېرېدلو سره پراختيا مومي.

610394
د  انسان د عمر د ډېرولو لارې چارې

 

په نړۍ كې د ټېكالوژۍ د پراختيا سره سم طب هم د هرې ورځې په تېرېدلو سره پراختيا مومي. اوس پوهان كوښښ كوي چې د انسان اوسط عمر تر ۱۲۰ كالو پورې اوږد كړي. د روغتيا په سكتور كې د نوې پرمختللې ټېكنالوژۍ د پراختيا سره سم درې بعدي پرېنټرونه ځانګړى رول لوبوي. پوهان هڅه كوي چې د ناروغانو لپاره د درې بعدي ډيجيټل پرېنټرونو په واسطه داسې مصنوعي غړي جوړ كړي چې د اصلي غړو هېڅ توپير ونه لري.

د انسان د عمرو د اوږدولو بله مهمه لار بيا له وخته وړاندې د ناروغۍ د تشخيص پرمختللي امكانات دي. پخوا به د سرطان ناروغي په اسانۍ سره نه تشخيصېدله خو اوس د پرمختللې طبي ټېكنالوۍ پر مټ دا ناروغي په ابتدايي مراحلو كې د تشخيص وړ ده.

د ناروغيو د تشخيص په برخه كې تر ټولو مهم ګام د ګوګل شركت پورته كړي دى. د ځيرمنې ګولۍ يا تابلېت په نامه داسې درمل جوړيږي چې د سرطان، الېزايمر، قلبي سكتې او ګوزڼ په څېر د ناروغيو په تشخيص كې مرسته كوي. دا ډيجيټل تابلېت چې اوسپنې د اكسايد ذره وي مواد لري په بدن كې سرطاني حجرې تشخيصوي او بيا يې اړوند معلومات هغې آلې ته ليږي چې د ساعت په څېر د ناروغ د لاس پورې تړل شوي وي.

د ګوګل اېکس په لابراتوارونو کې ددې درملو د تولید لپاره څېړنې روانې دي. ټاکل شوې ده چې ۵ کاله وروسته به درمل بازار ته وړاندې شي.

د پوهانو په اند د اړوندو ناروغیو له امله د ۸۰ سلنې انسانانو د مړینې اصلی لامل پر وخت د ناروغۍ تشخیص دی. د بېلګې په ډول د ۵۱ زره سر‌‌طاني پېښې د بر وخت تشخیص به صورت کې د درملنې وړ دي.


پيوندونه: #روغتيا , #طب

اړوند خبرونه