ټولنيز فشار انسان ځانوژنې ته هڅوي.
په اوسنۍ نړۍ كې د ټولنې لخوا د وګړو په اړه ناسم قضاوتونه او تورونه د ځانوژنې د تر ټولو لويو لاملونو په كتار كې ځاى لري.

په تركيه كې د ځانوژنې كچه په ۲۰۱۵م كال كې د تېر كال په پرتله ۱.۳ سلنه زياته شوې ده. تېر كال په تركيه كې ۳ زره ۲۱۱ تنو ځانوژنه كړې ده چې عمده لامل يې اقتصادي او رواني ناخوالې دي. پوهان وايي چې د رواني ناروغانو ډېرى برخې ته د ټولنې لخوا په ښه سترګه نه كتل كيږي او د دوى په اړه ناسم او ظالمانه قضاوتونه كوي.
ډاكټره ګل اېريلماز چې د ځانوژنې په اړه څېړنې كوي وايي چې ځانوژنه ټولنيز، رواني، اقتصادي، بيولوژيكي او كلتوري اړخونه لري. د ځانوژنې د پېښې د څېړنې پر مهال بايد دا ټول فكتورونه په نظر كې ونيول شي خو تر ټولو مهم لامل يې رواني دي. د فرد او ټولنې ترمېنځ د اړيكو د خرابېدو په پايله كې ځانوژنكى شخص په ټولنه كې د خپل درد او غم لپاره شريك نشي موندلى چې يواځنى لار ورته له ژونده د خلاصون په توګه ځانوژنه پاتې كيږي.
د اېريلماز په وينا د تركيې په څېر ټولنو كې رواني ناروغ سره د ليوني چلند كيږي او د ټولنې لخوا ورسره ظالمانه چلند كيږي.
رواني ناروغ له دې ظالمانه چلنده د ابدي خلاصون په موخه ځانوژنې ته مخه كوي.