د افغان- ترك د دوستۍ سمبول ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

په كابل كې د اتاترك د كوچنيانو روغتون چې د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې `تيكا` په مالي او تخنيكي مرسته روغول شوى دى ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

407564
د افغان- ترك د دوستۍ سمبول ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

دا روغتون چې د هېواد په روغتيايي برخه كې د اوږد تاريخ خاوند او د پام وړ لاسته راوړنې لري د سراسري بيا رغوونې او په مدرنو طبي تجهيزاتو باندې سمبال شوى دى د هېواد د اجرايه ريس ښاغلي عبدالله عبدالله، د روغتيا د وزير فيروز الدين فيروز،په كابل كې د تركيې د لوى سفير علي سعيد آكن او د تيكا د كابل د دفتر د مسول سليمان شاهين لخوا د يو لړ مراسمو په ترڅ كې پرانيستل شو.
ښاغلي عبدالله د پرانيستلو په مراسمو كې د خپلې وينا په ترڅ كې د تركيې – افغانستان ترمېنځ تاريخي اړيكو ته په اشارې سره څرګنده كړه چې د افغانستان سره د تركيې د مرستو او همكارۍ له امله په قدردانۍ سره مننه كوي.
د روغتيا وزير هم د خپلې وينا په ترڅ كې په مدرنو طبي تجهيزاتو باندې د اتاترك د روغتيا د سمبالتيا نه په مننې سره وويل ددې روغتون بيا رغوونه، په روغتيايي برخه كې له افغانستان سره د تركيې د وعدو د عملي كېدو ښه بېلګه ده.
تركي مقاماتو هم د افغانستان سره د تركيې د مرستو او همكارۍ په دوام باندې ټينګار وكړ.
په كابل كې د اتاترك د كوچنيانو روغتون چې ۸۳ كاله وړاندې په ۱۹۹۳م كال كې د تركيې د جمهوريت د موسس مصطفى كمال اتاترك په امر د طبي پوهنتون شاته جوړ شوى دى پكې د افغانستان د طب د پوهنځي د محصلينو د روزنې چارې هم پر مخ وړل كېدلې. په افغانستان كې د جګړې د پيل سره سم د روغتون خدماتي چارې هم په ټپه ودرېدلې چې په ۱۹۹۱ ميلادي كال كې يې بېرته په فعاليت پيل وكړ.


دا روغتون چې اوسمهال ۲۰۰ بسترونه لري د كوچنيانو د ناروغيو په برخه كې د هېواد په سطحه تر ټولو مجهز طبي مركز بلل كيږي.
ددې روغتون د سراسري بيا روغونې چارې په ۲۰۱۲م كال كې د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې تيكا لخوا پيل شوې وې چې د روغتون د دوو بلاكونو د بيا جوړونې چارې، د عملياتخانو د تجهيزاتو د نوي كولو چارې، د اكسيجن د سيستم بيا جوړول او د روغتون د مركز ګرمۍ نيول كول په كې شامل دي.
ويل كيږي په روغتون باندې شاوخوا ۲ ميليونه ډالر لګښت شوى دى.

انځورونه: د `صحت در افغانستان` پاڼه 


پيوندونه:

اړوند خبرونه