د ایبولا ناروغۍ د نړۍ مشران په حرکت راوستل

د ایبولا ویروس د نړۍ مشران په حرکت راوستل.

159331
د ایبولا ناروغۍ د نړۍ مشران په حرکت راوستل

د ایبولا ویروس د نړۍ مشران په حرکت راوستل.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د انګلستان،فرانسې، جرمني او ایټالیا د مشرانو سره د ویدیو کنفرانس له طریقه د ایبولا د ویروس او ساري ناروغۍ په اړه خبرې وکړې.
د سپنې ماڼۍ د نوموړې ویدیوکنفرانس په اړه وویل چې مشرانو د ایبولا د ساري ناروغۍ د خوریدو د مخنیوي په خاطر د بیړیو تدابیرو نیولو په مسلې خبرې وکړې.په نوموړي ویدیو کنفرانس کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددې خبرې په ټینګار وویل چې نړۍواله ټولنه باید لا په چټکه توګه ددې ناروغۍ د مخنیوي په مسله کې ګامونه پورته کړي. اوباما وویل چې په لویدیځه افریقا کې ګینا ، سیرا لیون او لیبیریا هیوادونه لا زیاتو مرستو ته اړیتا لري.
د سپینې ماڼۍ لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې مشرانو د ایبولا پر وړاندې په مبارزه کې باید لا زیات هیوادونه فعاله ونډه واخلي او لا زیاتې مرستې په ګډه د کار کولو په مسلې سره په تفاهم ورسیدل.
د ایبولا د ساري ناروغۍ له امله تر اوسه پورې څه باندې ۴۰۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه