نړۍ د ایبولا د ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د ناکامۍ سره مخامخ ده

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د ایبولا د ناروغۍ له امله نړۍ ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ.

112776
نړۍ د ایبولا د ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د ناکامۍ سره مخامخ ده

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د ایبولا د ناروغۍ له امله نړۍ ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ.
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ویلي دي چې نړۍ د ایبولا د ناروغۍ او ویروس پر وړاندې په مبارزه کې د ماتې سره مخامخ ده .
بې سرحده ډاکټرانو سازمان ویلي دي چې نن ورځ په یو شمیر هیوادونو کې چې د ایبولا ناروغي او ویروس سره لاس او ګریوان دي د یاد شوي ویروس د درمنلې په موخه جوړ شوي کلینیکونه او د درملنې مرکزونه د چا خبره د مرګ په مرکزونو بدل شوي دي . بې سرحده ډاکټرانو سازمان د ایبولا د ویروس پر وړاندې په مبارزه کې یواځې ملکي نه بلکې عسکر هم دندې ته رابللي دي .
بې سرحده ډاکټرانو ویلي دي چې پدې مبارزه کې باید د اردو د بیولوژیکو جګړو څانګې د ملکي څانګو سره په ګډه کار وکړي او دې ستونزې ته په ګډه د حل لاره پیدا کړي.
بې سرحده ډاکټرانو سازمان په لویدیځو هیوادونو نیوکه کړي ده. یاد شوي سازمان لویدیځ هیوادونه یاد شوی ویروس باید خپلو هیوادونو ته داخل نکړو په څیر په هڅو تورن کړي دي . سازمان ویلي دي چې لویدیځ هیوادونه یواځې هڅه کوي چې د ایبولا ویروس خپلو هیوادونو ته د ننوتو مخه ونیسې بلکې ددې ناروغۍ په مبارزه کې لکه څرنګه چې باید هڅه وکړي هڅه نکوي.
د بله پلوه د ملګروملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان د ایبولا د ویروس او ناروغۍ د لمن د لا خوریدو خبرداری ورکړی دی .
د روغتیا د نړۍوال سازمان ریس مارګارید چان د ایبولا د ویروس پر وړاندې د مبارزې په خاطر په نړۍ د مرستې او ملاتړ غږ کړی دی . د روغتیا د نړۍوال سازمان ریس ویلي دي چې تر ننه پورې د ایبولا پر وړاندې ترسره شوې مبارزه کافي نده باید لا زیات څه ترسره شي.
همداشان د روغتیا د نړۍوال سازمان ریس چان په هغه هیوادونو چې د ایبولا د ناروغۍ له امله يي د خپلو ګاونډیو هیوادونو پر مخ خپل سرحدونه تړلي دي د نیوکې سره ویلي دي چې دا هیوادونه د ایبولا پر وړاندې د مبارزې په مښکې خنډونه جوړوي.
نوموړي ویلي دي چې د پولو د تړولو سره نوموړو هیوادونو ته د مرستو او متخصصینو د استولو مخه ډبه شوي ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې داسې اټکل شوی دی چې د ایبولا ناروغي او ویروس د ۶ او ۹ میاشتو پورې نور هم سراحت وکړي. دم ګړۍ ۳ زره تنه د ایبولاس په ویروس روږدي ناروغان شتون لري چې دا شمیره به پدې موده کې شلو زرو تنو ته لوړه شي.
د بله پلوه یو تن بل امریکايي ډاکټر هم چې په لیبریا کې په روغتون کې کار کولو د ایبولا په ناروغۍ روږدی شوی دی .
د بله پلوه په لیبریا کې یو شمیر ناروغان د ولګې له امله د قرنتیل د سیمو نه نورو سیمو ته تښتیدلي دي .
د سینګیال د هیواد یو تن زده کوونکي چې د ګینا په هیواد کې په ایبولا ویروس روږدی شوی وو نوموړي ناروغي سینګال ته انتقال کړې ده .
په سینګال کې په مارکیټونو کې د نظافت توکي نه پيدا کیږي. په یو شمیر هیوادونو کې چې د ایبولا ناروغي تثبیت شوی دی د مځکو د حاصلاتو د راټولو لپاره کارګران نه موندل کیږي. په نوموړو هیوادونو کې د خوراکي توکو بیې هم د پام وړ لوړې شوي دي.
په نوموړو هیوادونو کې په یو شمیر سیمې لا د اوسه د خوراکي موادو د کمبودۍ سره مخامخ دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه