المان اقتصاد پوه د تورکیې اقتصادي پالیسي او لید لوری وستایه

آلمان د بهرنی سوداگری او اقتصادی پراختیا ټولنی د مدیره شورا مشر مایکل شومان وویل چی تورکیه د سیمی یوه پرمختګ کوونکي اقتصادي ځواک دی.

2212315
المان اقتصاد پوه د تورکیې اقتصادي پالیسي او لید لوری وستایه

آلمان د بهرنی سوداگری او اقتصادی پراختیا ټولنی د مدیره شورا مشر مایکل شومان وویل چی تورکیه د سیمی یوه پرمختګ کوونکي اقتصادي ځواک دی.

آلماني اقتصاد پوه شومان د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ته  وویل چی تورکیه د قوي او پیاوړو اقتصادي پالیسو له امله  د نړیوالی اقتصادی بحران نه په ډیره ښه توګه بهر شوې ده.

شومان وویل، "تورکیې د پرمختللي  اقتصادي ځواک په توګه په سیمه کې خپل موقف ښه پیاوړی کړی دی.همداشان تورکیې خپل موقف  د اروپا او آسیا تر منخ د پُل رول او منخنی ختیخ ته د اتصال لارو سره ښه  پیاوړي کړی دی. زما په اند د آلمان اقتصاد چی اوس د یو بحران سره  مخ  د وتلو  لاره تنوع ته مخه کول او بهرنی سوداګرۍ باندې تمرکز کول دي."

شومان چی وویل اروپا متحرک  بدلون پلی کولو کې پاتې راغلې ده او زیاته کړه ، تورکیه کولی شي پدی بازار کی لوی سهم ولري.

شومان وویل، "آلمان هدف  تر ۲۰۳۰ پوری د  ۱۵ میلیونه برقي موترو بازار ته عرضه کول وو. خو دې هدف ته ونه رسید. اوس د اروپایي اتحادیې لخوا  په چینايي برقي موترو د نوې ګمرکي تعرفې د لګولو سره به دا هدف لا ستونزمن شي. زما په اند اوس، هغه برانډونه چی مصرف کوونکو ته لا جاذب  وړاندیزونه کولی شي بازار ته ننوتل گټور دی. دا به د تورکیې د ملي او کورني برېښنايي موټر توګ  لپاره هم یو فرصت وي."

شومان په تیرو کلونو کې د الماني موټرو فولوکس واګون په تورکیه کې  موټرو د فابریکې د جوړولو نه د لاس په سر کیدو په اړه وویل،

"که فولکس واگن تورکیه کی پانگه اچونه کړی وای، نو نن به  يي پدې وضعیت کې قرار نه درلودې. د تورکیې څو اړخیز اقتصادي لید لورې زما ډیر خوښیږي. همدا راز، تورکیې  راتلونکی اقلیمي کنفرانس د کوربه توب غوښتنه کړی ده. پداسې حال کې چې د اړتیا په صورت کې  فوسیلي توکي کارولو ته دوام ورکوي. نو د همدې امله په   تورکیه کې پانگه اچونه ډیره ګټوره ده."


پيوندونه: #جرمني , #تورکیه

اړوند خبرونه