د تورکيې ملي او کورنی موټر ټوګ نږدې ۴۰ زره خپلو پيرودونکو ته وسپارل.
ټوګ چې د خپل ډيزاين او ټکنالوژۍ له امله د ټولو پام ځانته رااړولی دی د هرې ورځې په تیریدو سره يي طلب ډیریږي.
د تورکيې ملي او کورنی موټر ټوګ نږدې ۴۰ زره خپلو پيرودونکو ته وسپارل.
ټوګ چې د خپل ډيزاين او ټکنالوژۍ له امله د ټولو پام ځانته رااړولی دی د هرې ورځې په تیریدو سره يي طلب ډیریږي.
د ټوګ توليد چې پرته له ځنډه روان دی ، په سړکونو کې يې شمېر مخ په زياتېدو دی.
د تورکيې د ملي او کورني موټر ټوګ تولیدونکي شرکت لخوا په خپور شوي بیان کې ويل شوي "موږ د ټوګ T10X لپاره ستاسو د دوامداره ليوالتيا له امله مننه کوو. د کال په لومړيو ١٠ مياشتو کې موږ له ٢٠ زرو څخه ډیر موټر پلورلي دي. د پيل راهيسې، موږ وياړو چې نږدې ۴۰ زره T10X ماډل ټوک موټر تولید او مشتریانو ته تسلیم کړي دي."
ټوګ چې د ٢٠٢٣ کال د مارچ په میاشت کې په تولید پيل وکړ ، په همدې کال د مۍ په مياشت کې مشتریانو ته وړاندې شو. پدې موده کې نږدې ۴۰ زرهم T10X ماډل ټوک موټر څښتنانو ته وسپارل شول.
د رنګونو په انتخابونو کې يو نوی رنګ هم ور زيات شو. د ټوګ اووم رنګ "ايدر زرغون" دی . دې رنګ له لومړۍ ورځې ډېر مينه وال پيدا کړل.
په همدې حال کې T10X موډل خپل نوي کېدل دوام ورکوي.
د نوي شوي سافټوير سره به کاروونکي د راحت او خونديتوب د لا زياتوالي لپاره ٧ نوې ځانګړتياوې ترلاسه کړي.
د ترافيکي نښو پېژندلو څخه نيولې، تر شا ترافيکي ټکر او تر شا متقاطع ترافيکي خبرداري پورې، د هوښيار لين تعقيب سيسټم څخه تر لين پرېښودلو خبرداري پورې، ډېرې ځانګړتياوې به د ټوګ کاروونکو ته وړاندې شي.
د درېدو-حرکت کولو فنکشن لرونکی تطبيقي سرعت ثابتوونکی او تطبيقي ډرايور مرستيال ځانګړتياوې به هم په معياري او وړيا توګه نصب شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد له ۱۷ ربعو راهیسې په دوامداره توګه وده کوي.
د ترکیې د احصایې انسټیټیوټ د ناخالص کورني محصول شمیرې اعلان کړه.