د چین او اروپا ترمنځه د تجاري جګړې احتمال د هرې ورځې په تیریدو ډیریږي
چین حکومت په نړیوال سوداګریز سازمان کې د اروپايي ټولنې پر خلاف ددې هیواد نه پر واردېدونکو برېښنایي موټرو د اضافي ګمرکي محصول د لګولو له امله په رسمي توګه شکایت کړی دی.
چین حکومت په نړیوال سوداګریز سازمان کې د اروپايي ټولنې پر خلاف ددې هیواد نه پر واردېدونکو برېښنایي موټرو د اضافي ګمرکي محصول د لګولو له امله په رسمي توګه شکایت کړی دی.
د چین د سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې اروپايي ټولنې د تېر کال د سبسایډۍ څېړنې په تعقیب، د دولتي ملاتړ له امله د چینایي تولیدوونکو په وړاندې د اضافي ګمرکي تعرفو په اړه توافق نشته او دا نه مني.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د بیجینګ حکومت به د چینایي شرکتونو د مشروع حقونو او ګټو د ساتلو لپاره هر ډول اقدامات وکړي او دوی د دې موضوع په اړه د د سوداګرۍ نړۍوال سازمان د شخړو د حل میکانیزم ته مراجعه کړې ده.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې چین د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل پلوی دی او د اروپايي ټولنې سره نوې مرحلې خبرې روانې دي. "هیله ده چې اروپایي لوری د چین سره په سازنده توګه همکاري وکړي او داسې حل لاره ومومي چې دواړه لوریو لپاره د منلو وړ وي او د سوداګریزو جنجالونو لامل نشي."
د اروپايي کمیسیون پرون په یوه اعلامیه کې ویلي و چې په چین کې د تولید شویو برېښنایي موټرو د سبسایډۍ څېړنه بشپړه شوې او د چین څخه اروپا ته د برېښنایي موټرو پر وارداتو به د پنځو کلونو لپاره اضافي ګمرکي محصولات وضع کیږي.
د نوي مقرراتو له مخې، په چین کې د امریکایي برېښنایي موټر جوړوونکي ټیسلا پر موډلونو به ۷.۸ سلنه ، د چین پر BYD شرکت پر موټرو به ۱۷ سلنه ، پر Geely به ۱۸.۸ سلنه په څېړنه کې پر همکارو تولیدوونکو به ۲۰.۷ سلنه او پر غیر همکارو دولتي SAIC Motor او نورو شرکتونو به ۳۵.۳ سلنه اضافي محصول وضع کیږي.
دا د تعرفو زیاتوالی، چې د کمیسیون د اکتوبر ۲۰۲۳ د سبسایډۍ څېړنې په تعقیب راغلی، د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګریزې جګړې د پیل کېدو احتمال ښيي.
چین د اروپا څخه پر واردېدونکو د خوګ غوښې محصولاتو د ډمپینګ او د شیدو محصولاتو باندې د سبسایډۍ څېړنه پیل کړې وه.
د بیجینګ حکومت همدارنګه اشاره کوي چې کېدای شي د اروپا څخه پر واردېدونکو موټرو اضافي ګمرکي تعرفې وضع کړي.