په امریکا متحده ایالتونو بانکونه یو د بل پسې د افلاس بیرغونه لوړوي.
په امریکا متحده ایالتونو بانکونه یو د بل پسې د افلاس بیرغونه لوړوي. د امریکا درې ډیر مهم بانکونو افلاس اعلان کړ.

په امریکا متحده ایالتونو بانکونه یو د بل پسې د افلاس بیرغونه لوړوي. د امریکا درې ډیر مهم بانکونو افلاس اعلان کړ.
لومړی، د سیلیکون ویلی بانک چې د نوښتګرو شرکتونو ملاتړ لپاره فعالیت کولو افلاس وکړ. وروسته بیا د نیویارک میشته سیګنیچر بانک خپل افلاس اعلان کړ او بانک وتړل شو.
د امریکا د خزانې وزارت؛ اعلان وکړ چې د دواړو بانکونو زیرمې به په بشپړ ډول خوندي شي.
ولسمشر جو بایډن وویل " د بانکي سیسټم د ساتنې لپاره هر څه چې اړین وي هغه به ترسره شي." خو د هغه دې څرګندونې د نړۍ د بانکدارۍ په سکتور کې د لګیدلي اور د مړولو لپاره کافي ندي.
د نړۍ کې د ونډو په بازارونو کې د بانکونو ونډو بیې ډیرې زیاتې راټیټې شوې.
د افلاس څپې د خپریدو په اړه د نړیوالو پانګوالو اندیښنې پدې مسئله کې مهم رول لري.
د سیلیکون ویلی بانک د څانګو مخې ته ، مشترکینو د خپلو پیسو ایستلو لپاره اوږده کتارونه جوړ کړي.
له بلې خوا د بانکدارۍ متخصصین هڅه کوي چې پوه شي چې څنګه یو بانک چې دومره لوړ ارزښت درلود ناڅاپه په شپه کې سقوط وکړ.
ځینې کارپوهان د دې مسئلې تر شا د لوړ خطر پانګوونې کې د سلیکون ویلی بانک ښکیلتیا ته اشاره کوي.
اړوند خبرونه

تورکیې په ۲۰۲۲ کال کې د تمو او توقعاتو نه لوړه ۵ عشاریه ۶ سلنه اقتصادي وده کړې ده.
د تورکیې د احصایې ادارې د ۲۰۲۲ کال لپاره د هیواد د اقتصادي ودې شمیرې اعلان کړې.