په تورکیه کې د اقتصادي باور شاخص لوړ شوی دی
په تورکیه کې د اګسټ په میاشت کې د اقتصادي باور شاخص په میاشتني ډول ۱ سلنې په لوړیدو سره ۹۴ عشاریه ۳ سلنې ته لوړ شو
1873367

په تورکیه کې د اګسټ په میاشت کې د اقتصادي باور شاخص په میاشتني ډول ۱ سلنې په لوړیدو سره ۹۴ عشاریه ۳ سلنې ته لوړ شو.
د تورکیې احصایې ادارې د اګست میاشت لپاره د اقتصادي اعتماد شاخص ارقام اعلان کړل.
د اعلان شوو ارقامو له مخې پداسې حال کې چې په تورکیه کې اقتصادي باور شاخص په جولای کې ۹۳ عشاریه ۴ سلنه وو ، د په اګست کې ۱ سلنې په لوړیدو سره ۹۴ عشاریه ۳ ته لوړ شو.
د مصرف کونکي باور شاخص بیا د اګست په میاشت کې ۶ عشاریه یو سلنې په لوړیدو سره ۷۲ عشاریه ۲ سلنې ته لوړ شوی دی..