د اروپا په بازارونو کې د طبیعي ګازو بیه تر ټولو لوړې کچې ته لوړه شوه
په اروپا کې د طبیعي ګاز بیه په هر میګاواټ ساعت کې د ۲۲۳عشاریه ۸۵ یورو ته د لوړیدو سره ریکارډ کچې ته رسیدلې.

په اروپا کې د طبیعي ګاز بیه په هر میګاواټ ساعت کې د ۲۲۳عشاریه ۸۵ یورو ته د لوړیدو سره ریکارډ کچې ته رسیدلې.
د روسیې هغه څرګندونې چې ویلي دي چې شمالي جریان د طبیعي ګاز پایپ لاین له لارې اروپا ته د ګازو د لیږد اندازه له ۴۰ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راټیټوي د نن ورځې په څیر د نرخونو په لوړیدو کې مهم رول ولوبو.
په اروپا کې د اګست میاشتې لپاره د ګاز قرارداد بیه پرون په هر میګاواټ ساعت کې په ۱۹۹ عشاریه ۹۱ یورو وه.
نن بیا په بازار کې د هر میګاواټ ساعت طبعي ګازو بیه د ۲۱۰ عشاریه ۲۵ یورو څخه پيل شوه ، وروسته ۲۲۳ عشاریه ۸۵ ایرو ته لوړه شوه.
د روسیې د انرژۍ شرکت ګزپروم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شمالي جریان طبیعي ګاز نللیکې د تخیکي ستونزې له امله د ګازو لیږد کچه به راټیټه شي. د ویلو ده چې ددې نللیکې په واسطه د جرمني له لارې اروپا ته ګاز انتقالوي.
له بلې خوا، پرون د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو موافقه وکړه چې د روسیې څخه د جریان د خنډ کیدو احتمال په پام کې نیولو سره، د طبیعي ګاز مصرف ۱۵ سلنه کم کړي.