په اروپا کې د طبعي ګازو بیه ۵۲ سلنه نوره هم لوړه شوه
په اروپا کې د طبیعي ګازو د میګاواټه ساعت بیه چې د جون په ۹ مه په ۸۴ یورو پلورل کېده، نن د ۵۲ سلنې په لوړوالي سره ۱۲۸ یورو ته لوړه شوې ده.

په اروپا کې د طبیعي ګازو د میګاواټه ساعت بیه چې د جون په ۹ مه په ۸۴ یورو پلورل کېده، نن د ۵۲ سلنې په لوړوالي سره ۱۲۸ یورو ته لوړه شوې ده.
د ویلو ده چې د جون په ۹ مه نيټه د امریکا متحده ایالتونو په ټکساس کې د فری پورټ LNG (مایع شوي طبیعي ګاز) په ټرمینل کې د اور لګیدنې له امله تاسیسات لږترلږه د ۳ اونیو لپاره د تړل کیدو د اعلان نه وروسته د ګازو بیه ډیره زیاته لوړه کړه. وروسته په خپور شوي بل بيان کې وویل شول چې دغه مرکز به د کال تر پايه پورې خلاص نه شي.
د فریپورټ تاسیسات چې اروپا او آسیا ته د LNG لیږلو کې مهم رول لري د متحده ایالتونو لخوا تولید شوو مایع طبیعي ګازو ۲۰ سلنه چمتو کوي.
سربیره پردې ، د روسیې د انرژي شرکت ګزپروم اعلان وکړ چې دوی به د تخنیکي ستونزو له امله د شمالي جریان نللیکې له لارې اروپا ته د طبیعي ګاز لیږد کم کړي.
ګازپروم د جون په ۱۴ اعلان وکړ چې د شمالي جزیان نللیکې له لارې د ګاز لیږد له ۱۶۷ ملییون متر مکعب څخه ۱۰۰ میلیونه متر مکعب ته راټیټ شوی دی.
پرون، ګازپروم په ګوته کړه چې ځینې تخنیکي تجهیزات چې د جوړولو لپاره د آلمان سیمنز شرکت ته لیږل شوي لا تر اوسه ندي راستانه شوي، او خبرداری یې ورکړ چې د شمالي جریان د نللیکې له لارې اروپا ته به د طبیعي ګاز لیږد ۳۳ سلنه نورهم کم شي.
د بله پلوه د روسیې د انرژۍ شرکت ګازپروم پدې وروستیو کې د ایټالیا د انرژۍ شرکت ENI ته د ګاز جریان ۱۵ سلنه کم کړ، چې بیې یې لوړې کړې.