د نړۍ اقتصادي فورم داووس غونډه د دوو کلونو ځنډ نه وروسته نن پيل شو

د نړۍ اقتصادي فورم  چې د داووس غونډې په نوم هم یادیږي، د سویس په داووس کې د نوي ډول کورونویرس  ناروغۍ له امله له دوه کلن ځنډ وروسته پیل شو.

1830565
د نړۍ اقتصادي فورم داووس غونډه د دوو کلونو ځنډ نه وروسته نن پيل شو

د نړۍ اقتصادي فورم  چې د داووس غونډې په نوم هم یادیږي، د سویس په داووس کې د نوي ډول کورونویرس  ناروغۍ له امله له دوه کلن ځنډ وروسته پیل شو.

دا اقتصادي فورم چې د وروستي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال  په جنوري میاشت کې د ۵۰ ځل لپاره جوړ شوی وو، د  کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ له امله په پرله پسې توګه د دوو کلونو لپاره وځنډول شو او پر ځای بدیل آنلاین ناستې جوړې شوې.

دغه فورم چې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د جنوري  میاشتې  نه په یوې بله میاشت کې ترسره کیږي ، تمه کیږي چې د ۵۰ هیوادونو مشران، ۳۰۰ حکومتي استازي او نږدې ۲۵۰۰ نړیوال سوداګریز چارواکي پکې ګډون وکړي.

د سرمشریزې په چوکاټ کې به د مې د ۲۳ او ۲۶ مو نیټو ترمنځه د خلاص فورم تر عنوان لاندې پروګرامونه او ناستې جوړې شي.

پدې ناستو او غونډو کې به د کرونا ویروس پر اغیزو او د روسیې لخوا پر اوکراین د روان یرغل او اشغال او په اروپا کې د سولې په اړه څو اړخیزو رول په  اړه هم خبرې او بحثونه وشي.

د نړۍوال اقتصادي فورم  د سږنۍ غونډې موضوع، چې د می په ۲۶ به پای ته ورسیږي، د "د عطف په نقطه کې تاریخ ، د حکومت پالیسۍ او د سوداګرۍ نړۍ ستراتیژیو" په توګه ټاکل شوې.

په داسې حال کې چې نړۍوال اقتصادي فورم خپل هدف "د نړۍ د وضعیت ښه کولو" په توګه تعریفوي، خو پدې  وروستیو کلونو کې ځیني پوښتنې راپورته شوي چې ایا دا هدف یې پوره کړی دی او که نه.


پيوندونه: #سویس , #داووس غونډه

اړوند خبرونه