په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د اقتصادي ودې ارقام اعلان شول
د ترکیې اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې ۱۱ سلنه او د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ربع کې ۹ عشاریه یو سلنه وده کړې ده.

د ترکیې اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې ۱۱ سلنه او د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ربع کې ۹ عشاریه یو سلنه وده کړې ده.
د ترکېې د احصایې ادارې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د اقتصادي ودې ارقام اعلان کړل.
د ترکیې د احصایې ادارې لخوا د خپرو شوو ارقامو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې اقتصادي وده د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۱۱ سلنه وده کړې ده . همداشان د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ربع کې ۹ عشاریه ۱ سلنه اقتصادي وده رامنځته شوې ده .
تولیدات په ۲۰۲۱ کال کې د اوسنو نرخو سره د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۴۲ عشاریه ۸ سلنې په ډیریدو سره ۷ تریلیونه ۲۰۹ میلیارده او ۴۰ میلیونه ترکي لیرو ته رسیدلي دي.
د ویلو ده چې تیر کال د ترکیې سرانه عاید ۹ زره او ۵۳۹ ډالره اعلان شوی دی.
همداشان تیر کال د ترکیې د صنایع وده ۱۶ عشاریه ۶ سلنه اعلان شوې ده .
اړوند خبرونه

په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې د اقتصادي ودې ارقام اعلان شول
د ترکیې اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې ۱۱ سلنه او د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ربع کې ۹ عشاریه یو سلنه وده کړې ده.