د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیلولو نه وروسته په اروپا کې د ګازو بیه څه باندې ۵۰ سلنه لوړه شوه.
د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته په نړۍ کې د ګازو بیه هم لوړه شوه
1784788

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیلولو نه وروسته په اروپا کې د ګازو بیه څه باندې ۵۰ سلنه لوړه شوه.
په اروپا کې د مارچ د میاشتې لپاره په قراردادونو کې د ګازو بیه څه باندې ۵۰ سلنه لوړه شوه.
په اروپا کې د ګازو انلاین تجاري مرکز ټي ټي ایف کې تیره شپه د ګازو د في میګاواټ ساعت بیه ۸۸ ایرو وه چې نن د ترکیې په ځايي وخت د ماښام د په شپږو بجو او ۶ دقیقو دا رقم ۱۳۵ ایرو ته لوړ شو.
پدې ډول په اروپا کې د مارچ د میاشتې لپاره د ګازو بیه ۵۲ سلنه لوړه شوه.
د ویلو ده چې د ګازو بیه د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیلیدو نه وروسته د ګازو په جریان کې د سکتې د رامنځته کیدو د اندیښنو د زیاتیدو له امله لوړه شوه.
اروپايي ټولنې غړي هیوادونه نن ورځ د خپل اړتیا وړ د ګازو ۴۰ سلنه د روسیې نه ترلاسه کوي.