د اقتصادي‌ درجه بندیو نړۍوال شرکت : سږ کال به د ترکیې اقتصاد ۷ عشاریه ۹ سلنه وده وکړی

د اقتصادي‌ درجه بندیو نړۍوال شرکت  فیچ ریټنګ د ۲۰۲۱ کال لپاره  د ترکیې د اقتصادي‌ ودې په اړه خپل اټکل لوړ کړ.

1691071
د اقتصادي‌ درجه بندیو نړۍوال شرکت : سږ کال به د ترکیې اقتصاد ۷ عشاریه ۹ سلنه وده وکړی

 

یاد شوي‌ شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې لپاره د اقتصادي‌ ودې اټکل د ۶ عشاریه ۳ سلنې نه ۷ عشاریه ۹ سلنې ته لوړ کړ.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ترکیې سږنۍ اقتصادي‌ ودې په اړه اټکل په ځانګړې توګه د روان کال په لومړنۍ ربع کې د ترکیې د قوي‌ اقتصادي‌ ودې نه وروسته د بدلولو پریکړه وکړه.  ددېنه مخکې د ترکیې لپاره سږنۍ اقتصادي‌ وده ۶ عشاریه ۳ سلنه اټکل شوې وه چې اوس دا رقم ۷ عشاریه ۹ سلنې ته لوړو.

یاد شوي‌ شرکت ویلي دي‌ سره ددې چې د روان کال په دویمه ربعه کې د ترکیې داخلي‌ طلب کچه یو انداره ضعیفه شوې ده خو قوي‌ صادرات او ګرځندوی سکتور دا تشه ډکولی شي.

یاد شوي‌ شرکت ویلي دي چې په ۲۰۲۲ کال کې به د ترکیې اقتصاد ۳ عشاریه ۵ سلنه وده وکړي.


پيوندونه: #اقتصاد , #ترکیه

اړوند خبرونه