ترکیې اقتصاد د ۲۰۲۱ کال په لومړنۍ ربع کې ۷ سلنه وده کړې ده .
ترکیې اقتصاد ودې ته دوام ورکوي
1648795

د ترکیې د احصایې ادارې د روان کال د لومړۍ ربع یعنې د جنوري او مارچ د میاشتو ترمنځه د ناخالصو کورنیو عوایدو ارقام اعلان کړل.
ددې ارقامو له مخې د ناخالصو عوایدو د وړاند وینو د ځنځیر شوي حجم شاخص له مخې د هیواد اقتصاد د تیر کال همدې مودې په پرتله ۷ سلنه وده کړې ده .
د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش د خپل ټویټر پاڼې له لارې د پيغام په خپرولو سره د اعلان شوو ارقامو نه د خوښیو نه د ډک یو پرمختګ په توګه یادونه کړې ده .
هغه ویلي دي چې د صادراتو سکتور د اقتصادي ودې اصلي عنصر دی.
په ترکیه کې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې اقتصاد د تیر کال همدې مودې په پرتله ۷ سلنه وده کړې ده .
د ترکیې د مال او خدمت صادراتو سکتور د اقتصادي ودې سره یو عشاریه یو سلنه مرسته کړې ده .
سوداګرۍ وزیر ددې سکتور ټولو کارکوونکو ته له زړه له کومې مبارکي ویلې ده .