ایراني‌ تومن د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ارزښت د لاسه ورکوي

د یو ډالر بیه د شلو زرو تومنو نه واوښته

1440815
ایراني‌ تومن د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ارزښت د لاسه ورکوي

د ایران ملي کرنسي تومان د نړۍوالو اسعارو پر وړاندې د خپلې ارزښت د لاسه ورکولو ته دوام ورکوي.

په نړۍوالو بازارونو کې د تومن پر وړاندې د ډالرو بیه د شلو زور نه واوښته. پداسې حال کې چې د ایران مرکزي بانک د ډالرو پر وړاندې د تومن بیه نده اعلان کړې خو د نوموړي‌ هیواد په بازارونو کې د یو ډالر بیه د شلو زرو  تومنو نه اوښتې او ۲۱ زرو ته نږدې شوې ده . 

د ویلو ده چې درې ورځې مخکې د ډالرو پر وړاندې د تومن بیه ۱۹۰۰۰ وه چې نن د شلو زرو نه واوښته.

د بله پلوه د ایران په د اسعارو په بازارونو کې د ایرو پر وړاندې د تومن بیه د ۲۲ زره ۵۰۰ نه اوښتې ده.

د ایران ملي کرنسي تومن د هرې ورځې په تیریدو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې وینه د لاسه ورکوي.


پيوندونه: #ډالر , #ایران

اړوند خبرونه