په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۹۲۱۶ ته لوړه شوه

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

1421729
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۹۲۱۶ ته لوړه شوه

په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۲ تازه مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي‌ چې په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمیره ۹۲۱۶ تنو ته رسیدلې ده .

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د جمعې ورځ خبري غونډې ته وویل چې په هیواد کې‌ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴۲ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي.

هغه وویل چې ددې پيښو نږدې ۷۰ سلنه په پلازمینه کابل کې ثبت شوي‌ دي. په کابل کې ۳۱۶ ، په هرات کې ۴۷ ، په ننګرهار کې ۲۴ ، په تخار کې ۲۴، په بغلان کې ۲۳ ، په بلخ کې ۱۹، په کونړ کې ۱۸، په لغمان کې ۱۵، په فراه کې ۱۵، په غزني کې ۱۳، پنجشیر کې ۸، دایکندي‌کې ۵، کندوز کې ۴، وردک کې ۳، نورستان کې  ۲ او لوګر ولایت کې یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده .

د عامې روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس په ډیرې چټکۍ توګه د خپریدو په حال کې ده. پدې وروستیو کې د ویروس د خپریدو کچه د ۵۰ سلنې نه لوړه شوې ده . هغه وویل چې یو څه موده مخکې دا کچه ۲۰ او ۲۵ سلنه وه چې اوس دوه او درې برابره لوړه شوې ده.

د بیلګې په توګه په هیواد کې د هرو زرو ټسټونو نه  ۵۰۰ يي مثبت وي. هغه ددې خبرې یواځنی لامل د خلکو بې توجه يي او د قرنطین نه مراعات کول په ګوته کړل.

هغه د هیوادوالو نه غوښتنه وکړه چې د اختر په ورځو کې د تګ راتګ نه ډډه وکړي‌ او اختر په خپلو کور کې د خپلو کورنیو سره تیر کړي.

هغه ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنو ژوند د دلاسه ورکړی او ۲۰۵ تنه ناروغان ښه شوي دي.



اړوند خبرونه