د داوس نړۍواله اقتصادي غونډه جوړیږي

د داوس  نړۍواله اقتصادي غونډه کې  په راتلوونکې اونۍ کې  د سویس  د داوس په کلي کې  پیلیږي.

د داوس نړۍواله اقتصادي غونډه جوړیږي

 

د ویلو ده چې  د داوس  سږنۍ سرمشریزه به  د جنوري په ۲۱ نيټه  او په ۲۴ مه نيټه به پایته ورسیږي.

د داوس  غونډه چې د تیرو ۵۰ کلونو  راهیسې هر کال په منظم  ډول سره  جوړیږي  سږ کال  پکې د نړۍ د ۱۱۷ هیوادونو نه ۳۰۰۰ تنه سوداګر، سیاستوال، اکاډیمسینان او د ملکي ټولنو  استازي  ګډون کوي.

په سږنۍ غونډه کې به د ترکیې په استازیتوب  پدې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق، د سوداګرۍ وزیره  رخسار پیکجان او د مرکزي بانک  رئیس  مراد اویسال  ګډون وکړي.

سږنۍ  غونډه د ( همغږې  او دوامدارې  یوې نړۍ  ابعاد )  تر نامه  لاندې جوړیږي. ددې غونډې په چوکاټ کې به  څه باندې  ۴۰۰ کوچنۍ  غونډې او ناستې جوړې شي.

د ویلو ده چې  د داوس  په سږنۍ غونډه کې  د څه باندې  ۵۰ هیوادونو د دولت او یا د حکومت  مشران ګډون کوي.

د داوس په سږنۍ غونډه کې  د افغانستان ولسمشر محمد اشرف  غني  هم ګډون کوي.

پدې غونډه کې به د امریکا ولسمشر ټرمپ ، د جرمني د لومړۍ وزیرې  مرکل، ایټالیا د لومړي وزیر کونتي، ملګروملتونو سرمنشي او یو زیات شمیر نورو  پيژندل شوې څیرې  هم  ګډون وکړي.



اړوند خبرونه