ترکیې د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې یو ځل بیا تاریخي اقتصادي وده کړې.
ترکیې د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې ۷ عشاریه ۴ سلنه اقتصادي وده کړې ده.
ترکیې د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې یو ځل بیا تاریخي اقتصادي وده کړې.
ترکیې د روان میلادي کال په لومړنۍ ربع کې ۷ عشاریه ۴ سلنه اقتصادي وده کړې ده.
د هیواد په دننه کې د ناخالصو عوایدو د فعالیتونو د څیړونو نه وروسته دا معلومه شوه چې د ۲۰۱۸ کال په لومړنۍ ربع کې د تیرکال همدې ربع په پرتله د هیواد د کرنۍ سکتور ۴ عشاریه ۶ سلنه ، د صنایع سکتور ۸ عشاریه ۸ سلنه او ساختماني سکتور ۶ عشاریه ۹ سلنه وده کړې ده .
همداشان هیواد په اقتصادي وده کې د سوداګرۍ، ټرانسپورت، هوټلدارۍ او رستورانتدارۍ فعالیتونو رول لس سلنه لوړ شوی دی.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقتصادي ودې په اړه وویل چې « ترکیې اقتصاد یو ځل بیا د ټولو اټکلونو او تخمینونو نه پورته وده وکړه. د روان میلادي کال د لومړنۍ ربع لپاره ۶ عشاریه ۹ سلنه اقتصادي وده اټکل شوې وه چې د هیواد اقتصاد بیا د اټکلونو نه لوړه وده وکړه. د ترکیې ددې اقتصادي ودې سره د اقتصادي همکاریو او پراختیا د سازمان د غړیو په هیواد کې په لومړني کتار کې او جل شل سازمان په غړیو هیوادونو کې بیا په دویم کتار کې ځای نیولی دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې اقتصادي پداسې حال کې پدې کچه وده کوي چې د ترکېې پر خلاف د اقتصادي کودتا نه وروسته حکومت د اقتصاد د ژوندي ساتلو په موخه د استخدام او تشویقونو سره ډیر مهم ګامونه اوچت کړل.
اړوند خبرونه
اردوغان : د ایران او اسرائیلو ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل نتنیاهو دی.
د ایران او اسرائیلو ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دی.