د نړۍ نامتو ميلياردر ومړ!
د نړۍ نامتو ميلياردر ډېوېډ راكفېلر چې ويل يې تر ۲۰۰ كلونو پورې به ژوندى وي، د ۱۰۱ كلونو په عمر ومړ.

ډېوېډ راكفېلر چې د امريكا د متحدو ايالتونو په نړيواله سطحه شتمن شخص وو، د ۱۰۱ كلونو په عمر ومړ. د راكفېرلر كورنۍ د نړۍ په سطحه شتمنه كورنۍ ده چې په ملياردونو ډالره پانګه لري.
راكفېلر چې پخوا ورته شپږ ځله د نورو كسانو زړه پيوند شوى وو د زېږېدلو په سلمه كليزه څرګنده كړې وه چې غواړ د زېږېدلو ۲۰۰مه كليزه هم ولمانځم. نوموړي ته همداراز ۳ پختورګي او دوه ځيګرونه هم پيوند شوي ول.
ډېوېډ راكفېلر د نړۍ پر اقتصاد پياوړې اغېزه درلودله او د امريكايي كاپيټاليزم سرلارى بلل كېده. د نوموړي ډاكټرانو څرګنده كړه چې د قلبي ناروغۍ له امله مړ شوى دى.
راكفېلر څوك وو؟
ډېوېډ راكفېلر د ۱۹۱۵م ميلادي كال د جون په مياشت كې په يوې شتمنې كورنۍ كې زېږېدلى وو. د نوموړي كورنۍ د امريكا د كورنۍ جګړې پر مهال شتمنه شې وه. نوموړي د نفتو او بانكدارۍ په ډګر كې پانګه اچوونه وكړه چې په لنډه موده كې د نړۍ په سطحه پياوړى شخصيت يې ترې جوړ كړ.
اړوند خبرونه

د تورکیې د ګرځندوی عواید د روان کال په دویمه ربع کې ۱۹۰ سلنه زیات شوي دي.
د روان کال په دویمه ربع کې د تورکیې د ګرځندوی د سکتور عواید ۱۹۰ سلنه ډیر شوي دي