د مصر پلازمېنه بدليږي!
مصر په پام كې لري چې د پلازمېنې قاهرې مركز يو نوي جوړېدونكي ښار ته انتقال كړي.
په داسې حال كې چې د تېرو ۵ كلونو په اوږدو كې مصر د سياسي بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان دى، د هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي څرګنده كړه چې پلازمېنه به بل ځاى ته انتقال شي.
پدې د مصري چارواكو او يو چينايي شركت سره تړون هم لاسليك شوى دى. د چين د هېواد د The China Fortune Land Development Company په پام كې لري چې دا پروژه به د اوسنۍ پلازمېنې قاهرې په ختيځ كې په يوې دښته كې په ۷۰۰ كيلومتره مربع ساحه كې جوړه شي.
كه څه هم مصري چارواكو د پروژې په اړه د ۲۰۱۵م كال په پېل كې معلومات وركړي ول خو دا لومړى ځل دى چې عملي چارې يې پيليږي. ټاكل شوې ده چې پدې ښار به ټول ټال ۲۰ ميليارده لګښت راشي. د ښار د جوړېدا وروسته به ټولې دولتي ادارې او سوداګريز مركزونه دې ځاى ته ولېږدول شي.
مصري چارواكو څرګنده كړه اوسنۍ قاهره د سختې ګڼې ګوڼې او د كورونو د لوړې بيې له امله نشي كولاى چې خپله دنده پر ځاى كړي.
تر اوسه پورې د نوي ښار د نوم په اړه كره معلومات په لاس كې نشته دى.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .