د مبايل په واسطه د ښكلي انځور د اخيستلو ۵ شرطونه

د ټېكنالوژۍ پوهان وايي چې د لاندې پينځو شرايطو په پوره كولو سره هر څوك كولاى شي چې د مسلكي عكاس په توګه انځور واخلي

593015
د مبايل په واسطه د ښكلي انځور د اخيستلو ۵ شرطونه

 

د ګرځنده ټېلفونونو په ډګر كې ځيرمنې ټېكنالوژۍ د يو زيات شمېر نورو الكترونيكي آلاتو ځاى ونيولو. پدې لړ كې د عكاسۍ د كمرو بازار هم د ځيرمنو ټېلفونونو لخوا په ټپه ودرېد. د اېپل، سامسونګ، اېل جي، نوكيا او داسې نورو كمپنيو لخوا توليد شوي ټېلفونونه د عكاسۍ د پرمختللې كمرې هومره ښكلې تصويرونه اخيستلى شي.

اوس خبره دلته ده چې څرنګه كولاى شو چې د مبايل د كمرې په واسطه ښكلى تصوير واخلو. د ټېكنالوژۍ پوهان وايي چې د لاندې پينځو شرايطو په پوره كولو سره هر څوك كولاى شي چې د مسلكي عكاس په توګه انځور واخلي.

لومړى شرط: د ورځې لخوا مو بايد د مبايل فلش تل غير فعال وي. د مبايل د كمرې ټېكنالوژي په اتوماتيكه توګه د رڼا حساسيت عياروي.

دويم شرط: د انسانانو د نيمه او پوره انځورونو د اخيستلو لپاره بايد مبايل په عمودي توګه ونيسئ. د مناظرو او يا هم د ګڼې ګوڼې د انځور د اخيستلو لپاره مو مبايل بايد افقي وي.

دريم شرط: كله چې مو انځور اخيستلو نو لومړى بايد د مبايل د سكرين څلورو كونجونو ته پاملرنه وكړئ. تر څو د انځور سوژه په كې پوره ځاى شوي وي. دا سوژه كې د انسان بدن وي نو دقت وكړئ چې سر، پښې، او يا لاسونه يې پوره په انځور كې ځاى كړئ.

څلورم شرط: د انځور د اخيستلو پر مهال تل خپله زاويه بدله كړئ. له څو زاويو څو انځورونه واخلئ او بيا ترې د خپلې خوښې خوښ كړئ. هېڅ وخت له يوې زاويې څو انځورونه مه اخلئ.

پينځم شرط: سهار د لمر خاته او ماښام د لمر پرېواته پر مهال د ښكلي انځور اخيستلو مهم وختونه دي. كه چېرې د ورځې انځور اخلئ نو كوښښ وكړئ چې لمر د مبايل كمرې ته مخامخ نه وي. سوژه بايد لمر ته مخامخ وي.

 

د يادولو وړ ده چې عكاسي د پر له پسې انځور اخيستلو په واسطه پخيږي.


پيوندونه: #عكاسي , #شرط , #انځور

اړوند خبرونه