د ويزې د معافيت په اړه د داوود اوغلو څرګندونې

د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو څرګنده كړه چې په پام كې لري چې د نړۍ د هېوادونو سره په متقابله توګه د ويزې د رفع كولو په موخه تړونونه لاسليك كړي.

269801
د ويزې د معافيت په اړه د داوود اوغلو څرګندونې



داوود اوغلو چې په استانبول كې د تركيې د صادروونكو د ټولنې د غړو په غونډه كې خبرې كولې وويل چې په ۲۰۰۲ كال كې د نړۍ د ۴۲ هېوادونو د هېوادوالو لپاره په متقابله توګه د تركيې ويزه رفع شوې وه. اوسمهال د هېوادونو شمېره ۷۶ ته رسېدلې ده.
داوود اوغلو وويل چې د تركيې صادروونكي شركتونو ته به ددې زمينه برابره كړي چې د نړۍ هر ګوډ ته د ويزې د اخيستلو پرته خپل مالونه ورسوي او سوداګرۍ ته پراختيا وركړي. د داوود اوغلو په وينا د صادراتو زياتوالى زموږ لپاره ځانګړى اهميت لري.
لومړي وزير احمد داوود اوغلو وويل چې په تېرو لسو كلونو كې د تركيې هر ښار د صادراتو په برخه كې ۵ برابره پرمختګ كړى دى. اوسمهال د تركيې د هغو ښارونو شمېره چې په كال كې د ۱ ميليارد ډالرو نه زيات صادرات لري د ۵ نه ۱۶ ته لوړه شوې ده.
تركيه په پام كې لري چې تر ۲۰۲۳ ميلادي كاله پورې د نړۍ د تر ټولو پرمختللو لسو هېوادونو په كتار كې شامله شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه