د چټك اورګاډي نوې پروژه
ددې پروژې د پاى ته رسېدو سره به د انقرې – استانبول ترمېنځ د سفر موده چې اوسمهال څه باندې ۶ ساعته ده، يو ساعت او ۱۵ دقيقو ته راټيټه شي.
د تركيې د ترانسپورټ، مخابراتو او بحري چارو وزير لطفي الوان خبريالانو ته وويل چې د انقرې- استانبول ترمېنځ د چټك اوركاډي د پاټلۍ پر سر به داسې اورګاډي فعاليت وكړي چې په ساعت كې ۴۰۰ كيلومتره سرعت لري. پدې ډول به د تركيې د دواړو لويو ښارونو ترمېنځ د تګ راتګ موده د څه باندې شپږو ساعتونو نه ۱ ساعت او ۱۵ دقيقو ته راټيټه شي.
الوان څرګنده كړه چې ``په تېرو ۱۲ كلونو كې په تركيه كې د اورګاډي د پاټليو او د اورګاډو د توليد په برخه كې مو شاوخوا ۲۱ ميليارده ډالره پانګه اچوونه كړې ده. په روان ميلادي كال كې به پدې برخه كې ۴ ميليارده ډالره نوره پانګه هم واچوو.
د استانبول – انقرې ترمېنځ كه څه هم اوسمهال د چټك اورګاډي پاټلۍ جوړه شوې ده او په نسبي ډول فعاليت كوي خو نوې پاټلۍ به د دواړو ښارونو ترمېنځ تمځاى ونه لري. پدې ډول له انقرې نه استانبول ته د سفر موده به د الوتكې په واسطه د سفر د مودې سره برابره شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .