د تركي توليداتو نوى سمبول نړيوالو ته معرفي شو.

د تېرو ۶۰ كلونو راهيسې د تركي توليداتو لپاره د 'Made in Turkey' عبارت كارول كېده چې د نن نه وروسته دا عبارت د تاريخ پاڼو ته وسپارل شو او پر ځاى يې نوې لوګو او ځانګړى عبارت ګټې اخيستنې ته وړاندې شو. نوى عبارت په انګليسي ژبه دى او ټولې نړۍ ته خطاب كوي.

143433
د تركي توليداتو نوى سمبول نړيوالو ته معرفي شو.

د تركي توليداتو نوى سمبول نړيوالو ته معرفي شو.
د تېرو ۶۰ كلونو راهيسې د تركي توليداتو لپاره د 'Made in Turkey' عبارت كارول كېده چې د نن نه وروسته دا عبارت د تاريخ پاڼو ته وسپارل شو او پر ځاى يې نوې لوګو او ځانګړى عبارت ګټې اخيستنې ته وړاندې شو. نوى عبارت په انګليسي ژبه دى او ټولې نړۍ ته خطاب كوي. دا عبارت `` Turkey discover the potential`` (تركيه، پوتانشيل كشف كړئ) دى.
ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې دا د نوې تركيې سمبول دى.
تركيې د خپلو توليدي مالونو لخوا د پخوانۍ لوګو او عبارت پر ځاى چې د تېرو ۶۰ كلونو راهيسې كارول كېده نوې لوګو او عبارت وټاكلو. پدې ډول د ۲۰۲۳ كال د جمهوريت په ۱۰۰ كليزه كې د ۵۰۰ ميلياردو ډالرو صادراتو هدف ته د رسېدو په موخه يو بل مهم ګام هم پورته شو.
پدې ډول د نوې لوګو او ځانګړي عبارت سره به تركي مالونه توليد او صادر شي. ددې لوګو په ليدلو سره به هرڅوك پوه شي چې `` دا مال په تركيه كې توليد شوى دى.``
ولسمشر اردوغان وويل چې ``سر له ننه به ټولې نړۍ ته د خپلې نوې لوګو سره خطاب وكړو. نړيوال د تركيې د ځواك او پوتانشيل كشفولو ته رابولو.`` اردوغان دا هم وويل چې دا لوګو د نوې او پياوړې تركيې يو په زړه پورې سمبول دى.
د لوګو معنى او مفهوم
د لوګو توري د تركانو په تاريخ كې د لاسي صنايعو او توليداتو نقشونه انځوروي. د بېلګې په ډول د تركانو په تاريخ كې د غاليو، ټغرونو، زينتي ګاڼو، معمارۍ او داسې نورو هنرونو په كارولو سره معاصر سمبول ډيزاين شوى دى. په لوګو كې ۸ جلا سمبولونه كارول شوي دي چې هر سمبول ځانګړى مفهموم لري.
لوګو چا ډيزاين كړه؟
د تركيې د توليدي مالونو لپاره نوې لوګو د تركي – انګليسي مشورتي شركت`Saffron Brand Consultant` لخوا د ځانګړو هلو ځلو په پايله كې ډيزان شوې ده.
د تركيې د صادارتي ټولنې مشر محمد بويوك اېكشي پدې اړه وويل چې تر دې وروسته په صادراتي مالونو كې ددې لوګو كارول په اصل كې د تركيې د اقتصادي ځواك معرفي كول دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه