روسيې د تركيې نه د خواركي موادو په وارداتو پيل وكړ.
د روسيې هېواد چې د امريكا د متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې نه د خواركي موادو وارداتو باندې بنديز ولګولو له تركيې نه يې په وارداتو پيل وكړ.
روسيې د تركيې نه د خواركي موادو په وارداتو پيل وكړ.
د روسيې هېواد چې د امريكا د متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې نه د خواركي موادو وارداتو باندې بنديز ولګولو له تركيې نه يې په وارداتو پيل وكړ.
د لومړي ځل لپاره درې تركي شركتونو روسيې ته د لبنيانو د صادرولو جواز ترلاسه كړل. پدې ډول به روسيې د لبنياتو د صادراتو كچه چې اوسمهال په كال كې ۱۲۰ ميليونه ډالره ده دوه برابره شي.
روسيې د اوكراين د كړكېچ له امله د امريكا د متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې نه واردات پند كړ. روسيې پدې ډول د غوښې او لبنياتو د اړتيا د پوره كولو په موخه د تركيې نه په وارداتو پيل وكړ. تمه كيږي چې د زيتونو او د زيتونو د غوړيو د صادراتو په برخه كې هم زياتوالى راشي.
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد تېر کال ۴.۵ سلنه وده کړې وه.
د تورکیې احصایې ادارې د ۲۰۲۳ کال لپاره د ناخالص کورني محصول پایلې اعلان کړې .