د BRİCS ډله د نړۍوال بانک او پیسو نړۍوال صندوق لپاره رقیب جوړوي

د BRİCS د ډلې هیوادونو د نړۍوال بانک او پیسو د نړۍوال صندوق په مقابل کې د بدیل مالي سرچینو د جوړولو پریکړه وکړه .

131547
د BRİCS ډله د نړۍوال بانک او پیسو نړۍوال صندوق لپاره رقیب جوړوي

د BRİCS د ډلې هیوادونو د نړۍوال بانک او پیسو د نړۍوال صندوق په مقابل کې د بدیل مالي سرچینو د جوړولو پریکړه وکړه .
د برازیل، روسیې، هندوستان،چین او سویلي افریقا نه جوړ د BRİCS ډلې د نړۍوال بانک او پیسو د نړۍوال صندوق په مقابل کې د یو اغیزمن رول خاوند د بدلیو نړۍوال مالي سرچینو د جوړولو پریکړه وکړه .
د BRİCS د ډلې هیوادونو د پرمختګ په حال کې د هیوادونو د مالي بنسټونو د جوړولو په خاطر د بدلیو اغیزمنو مالي سرچینو په خاطر د سلو میلیاردو ډالرو بیلولو پریکړه وکړه.
چین به د سلو میلیاردو ډالرو نه ۴۱ میلیارد ډالره ورکړي. همداشان برازیل، روسیه او هند به ۱۸ اتلس میلیارده ډالره دې بدلیو مالي بڼسټونو ته ورکړي. پاتې پنځه میلیارده ډالره به سویلي کوریا ورکړي.
دا مالي بڼسټونه به په ۲۰۱۶ کال کې په فعالیت پیل وکړي خو په پام کې ده چې د روان کال نه په اعتبار سره د غړیتوب په خاطر خپلې دروازې پرانیزې.
د ویلو ده چې ددې مالي بنسټونو او یا بانک د مرکز په اړه چې په کوم ښار کې به جوړ شوي پریکړه نده شوې .


پيوندونه:

اړوند خبرونه