د تورکیې د قره دینیز تخنیک پوهنتون محصلینو د الوتکو د خوندیتوب لپاره یو ډیر مهم پروګرام جوړ کړ.
د تورکیې قره دینیز تخنیک پوهنتون څلور تنو محصلینو د پیلوټ د بې هوښۍ او د شعور د لاسه ورکولو په حالاتو کې د الوتکې د کنټرول لپاره د مصنوعي زیرکتیا پر بنسټ د خوندیتوب سیسټم جوړ کړ.
د تورکیې قره دینیز تخنیک پوهنتون څلور تنو محصلینو د پیلوټ د بې هوښۍ او د شعور د لاسه ورکولو په حالاتو کې د الوتکې د کنټرول لپاره د مصنوعي زیرکتیا پر بنسټ د خوندیتوب سیسټم جوړ کړ.
د تورکیې قره دینیز تخنیک پوهنتون د طب پوهنځي د دریم کال محصل کمال الپ چاکر او د برېښنايي انجنیرۍ څانګې د څلورم کال محصل حسن بصري بیلګه، صمد کارګین او عرفان کرم ګمروکچواوغلو د پیلوټانو د خوندیتوب د لوړولو لپاره د مصنوعي زیرکتیا پر مټ د یوه سیسټم په جوړولو لاس پورې کړ.
نوموړو محصلینو د "هوښیار خوندي کولو سیسټم" په نوم یو سافټویر جوړ کړی دی چې د پیلوټ د بې هوښۍ یا بل حالت په صورت کې به د الوتکې خوندي کنټرول تضمینوي.
محصلین ددې پروګرام د جوړولو سره هیله من دي چې حتی که پیلوټ بې هوښه وي او شعور يي د لاسه هم ورکړی وي، ددې پروګرام په ذریعه به الوتکه د یوه ځانګړي الګورېتم په مرسته په خوندي توګه کښته کېدای شي.
د زده کوونکو څخه حسن بصري بیلګه وویل چې په جنګي الوتکو کې وروستۍ پرېکړه تل د پیلوټ په لاس کې وي او زیاته یې کړه: "کله چې پیلوټ بې هوښه شي، دا د وروستۍ پرېکړې میکانیزم له کاره لوېږي. موږ دلته د مصنوعي زیرکتیا پر مټ یو الګورېتم جوړ کړی چې د پیلوټ د بې هوشۍ یا شعور د لاسه ورکولو په صورت کې به ، د پیلوټ پر ځای الوتکه اداره کوي."
بیلګه وویل "تېر کال په ایټالیا کې په یوه نندارتوني مراسمو کې خوشینونکې پېښه وشوه. الوتکه سمندر ته ولوېده او پیلوټ ژوند د لاسه ورکړ. یعنې احتمالاً پیلوټ د بې هوښۍ له امله ځان نشو ژغورلی. موږ وویل چې ایا مصنوعي زیرکتیا کولی شي چې ددې ډول پیښو مخنیوی وکړي موږ په دې برخه کې کار پیل کړ. زموږ پروژه ومنل شوه او د ملاتړ وړ وګرځېده."