ساینسپوهانو په سویل ختیځ ارام سمندر کې، د سولومون ټاپوګانو کې د نړۍ تر ټولو لوی مرجان کشف کړ.
دا "ستر مرجان" د ډېرو وړو ژوندیو موجوداتو څخه جوړ شوی چې یو واحد ارګانیزم جوړوي او ښايي ۳۰۰ کاله زوړ وي.
2210011
ساینسپوهانو په سویل ختیځ ارام سمندر کې، د سولومون ټاپوګانو کې د نړۍ تر ټولو لوی مرجان کشف کړ.
دا "ستر مرجان" د ډېرو وړو ژوندیو موجوداتو څخه جوړ شوی چې یو واحد ارګانیزم جوړوي او ښايي ۳۰۰ کاله زوړ وي.
دا مرجان چې په خپل جسامت کې د شین کب (نیلي وال) څخه هم لوی دی، د نیشنل جیوګرافیک رسنۍ د ټیم لخوا د یوې څېړنې پر مهال وموندل شو.
د نیشنل جیوګرافیک په بېړۍ کې ویډیوګراف مانو سان فیلیکس، دا مرجان هغه وخت وموند کله چې په نقشو کې د یوې ډوبې شوې بېړۍ په سیمه کې یې غوټه وهله.
کشف شوی مرجان ۳۴ متره پلن، ۳۲ متره اوږد او ۵.۵ متره لوړوالی لري.
دا ستر مرجان د پاوونا کلاوس له ډوله دی او کوچني کبان، خرچنګان، کبان او نور سمندري ژوي پکې ژوند کوي.
همدارنګه دا مرجان د تېرو سمندري شرایطو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د یوې کړکۍ په توګه کار کوي.