په بدن د ټولنیزو رسنیو د زیات کارونې منفي اغیزې
ایا تاسو کله هم د ټولنیزو رسنیو په بې پایه منځپانګه کې ورک شوي یاست؟
ایا تاسو کله هم د ټولنیزو رسنیو په بې پایه منځپانګه کې ورک شوي یاست؟ تاسو خپل تیلیفون د یوې خبرتیا (نوټیفیکېشن) د کتلو لپاره خلاصوئ، خو بیا د ویډیوګانې په کتلو او د پوسټونو په لوستلو پیل کوۍ، کله چې متوجه کیږۍ ډیر زیات وخت تیر شوی وي . وروسته پوهیږۍ چې تاسې څومره وخت عبس ضایع کړی دی.
کېدای شي همدا اوس چې لیکنه لولۍ او یا اورۍ، خپلې ټولنیزې رسنۍ هم ګورئ. نو ایا تاسو کله فکر کړی چې دا عادت مو پر بدن څه ډول اغیزې کولی شي؟ موږ تل د ټولنیزو رسنیو پر رواني روغتیايي اغېزو خبرې کوو او په اړه يي ډیر څه اورو. دا کولای شي په ډېرو خلکو کې اضطراب رامنځته کړي او نورو ته د خپل مکمل ژوند د ښکاره کولو په خاطر پر هغوې فشار راولي. خو نن به زموږ پر فزیکي روغتیا ددې د اغېزو په اړه بحث وکړو چې اغیزه يي څه ده؟
امریکایان په اوسط ډول، هره ورځ نږدې ۱۴۴ دقیقې په ټولنیزو رسنیو کې تېروي. دا په ورځ کې نږدې دوه نیم ساعته کېږي. دا د هغه وخت څخه ډېر دی چې خلک معمولاً په تمرین کولو، ټولنیزو تعاملاتو او یا حتی د خوړو خوړلو لپاره لګوي!
د زیډ (Z) یا وروستي نسل لپاره بیا شمېرې لا هم لوړې او خطرناکې دي. راپورونه ښیي چې دوی په ورځ کې شپږ ساعته په ټولنیزو رسنیو کې تېروي. دا یوازې د وخت لوی ضایع نه دی، بلکې خورا خطرناک هم دی. په آنلاین توګه چې هر ساعت تېروو، ځان د ناروغیو د زیات خطر سره مخ کوو.
د بفلو پوهنتون او اوهایو پوهنتون څخه وروستۍ ترسره شوې یوې څېړنې، د ټولنیزو رسنیو د زیاتې کارونې او خرابې فزیکي روغتیا ترمنځ اړیکه موندلې ده. دا اړیکه هغه وخت څرګنده شوه چې څېړونکو په بدن کې د سي ریاکټیف (C-reaktif) پروټین، یا CRP کچې وکتلې.
په وینه کې د CRP لوړې کچې کولای شي د اوږدمهاله التهابي ناروغیو او د زړه ناروغیو په څېر د بېلابېلو روغتیايي ستونزو نښه وي. څېړونکو وموندله چې هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر وخت تېروي، د CRP کچه یې لوړه وي. دا په دې معنی ده چې په بدن کې یې زیات التهاب پیدا کیږي. دا التهاب کولای شي د سردرد، د سینې درد، د شا درد او نورو دردونو لامل شي.
اوس، راځئ د دې څېړنې تفصیلات وګورو.
څېړونکو د پوهنتون د ۲۵۱محصلینو څخه جوړې شوې ډلې باندې ازمایښت وکړ—احتمالاً د هغه عمر ډله چې په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو زیات وخت تیروي او فعاله ده. څېړونکو د وینې نمونې واخیستې او د محصلینو د CRP کچه یې اندازه کړې.
وروسته، دوی د فیسبوک، ټویټر، سنیپچټ او انسټاګرام په څېر ډیجیټل پلاتفورمونو له لارې د محصلینو د ټولنیزو رسنیو فعالیت په اړه معلومات راټول کړل. څېړونکو همدارنګه، د محصلینو خپل راپور شوي معلومات له نورو اندازهګیرونو سره پرتله کړل ترڅو خپل موندنو د کره توب څخه ډاډه شي.
په پای کې، دوی معلومه کړه، چې هغه محصلینو چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر وخت تېر کړی و، د هغوې د CRP کچه د نورو په پرتله لا لوړه وه او روغتیا یې خرابه وه.
ښه ددې خبرې اصلي لامل په څه کې دی؟ یوه فرضیه دا ده چې د ټولنیزو رسنیو زیاتې کارونې ښايي د روغتیا لپاره ګټورو فعالیتونو ځای نیولی وي.
فکر وکړئ: کله چې خپلو سکرینونو ته ګورو، کېدای شي د باکیفیته خوب، تمرین یا حقیقي ټولنیز تعاملات له لاسه ورکوو.
بې کیفیته خوب وروسته د زړه او رګونو ناروغیو او نورو جدي روغتیايي ستونزو خطر زیاتولی شي. د دې خبرې کولو خو اړتیا هم نشته چې د پرلهپسې په (انلاین) اوسېدلو له امله رامنځته کېدونکی فشار څومره زموږ بدنونه د انتاناتو په وړاندې لا ضعیفه کولای شي.
که څه هم موندنې د ټولنیزو رسنیو کارونې او فزیکي روغتیا شکایتونو ترمنځ روښانه تړاو ښیي، خو دا هم د یادولو وړ دی چې تړاو د علت په مانا نه دی.
خرابه روغتیا هم کولای شي د ټولنیزو رسنیو زیاتې کارونې ته لاره هواره کړي.
نو دا څېړنه ولې مهمه ده؟ مخکینیو څېړنو د ټولنیزو رسنیو د اضطراب او خپګان په څېر رواني اغېزې په پراخه توګه څېړلې دي. خو دا څېړنه د فزیکي روغتیا پر اغېزو په مستقیمه توګه تمرکز کوي او یو نوې کړکۍ پرانیزي. که په دې فکر وکړو چې زموږ رواني او فزیکي روغتیا څومره یو له بل سره تړلې ده، نو په څېړنه کې دا تشه په ځانګړې توګه د پاموړ ده.
زموږ په زیاته نښلول شوې نړۍ کې، د ټولنیزو رسنیو پلاتفورمونه د ورځني ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده. که څه هم د اړیکې د جوړولو فرصتونه وړاندې کوي، دا ډول څېړنې موږ ته دا چانس راکوي چې دا ټکنالوژي څنګه کاروو، پرې فکر وکړو.
دا څېړنه په اصل کې یواځې په سمندر کې یو څاڅکې په څیر ده. زموږ ډیجیټل ژوند زموږ پر فزیکي هوساینې څه اغېز لري؟ پدې اړه لا ډېر څه شته چې باید زده یې کړو. نو، تاسو څه کولای شئ؟ ښايي دا یې وخت وي چې د خپلو ټولنیزو رسنیو عادتونو باندې بیا کتنه وکړئ. خپل آنلاین وخت محدود کړۍ یا د ټکنالوژۍ پرته وخت تیر کړي پ. ستاسو بدن او ذهن به درنه مننه وکړي.