د تورکیې لومړنۍ بې پيلوټه جنګي الوتکه ( بایرقدار قزل ایلمه ) الوتنې ته یو بل ګام هم نږدې شوه
د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه ( بایرقدار قزل ایلمه ) چې د بایکار ټکنالوژۍ لخوا په ملي او ځايي امکاناتو سره جوړه شوې ده د انجن د ادغام لومړۍ ازموینه په بریالیتوب سره سرته ورسیده.

د تورکیې لومړنۍ بې پیلوټه جنګي الوتکه ( بایرقدار قزل ایلمه ) چې د بایکار ټکنالوژۍ لخوا په ملي او ځايي امکاناتو سره جوړه شوې ده د انجن د ادغام لومړۍ ازموینه په بریالیتوب سره سرته ورسیده.
د ( بایرقدار قزل ایلمه ) بې پیلوته جنګي الوتکې د پراختیا په بهیر کې یو مهم پرمختګ وشو . د بایکار ټکنالوژۍ شرکت لخوا جوړه شوې دا الوتکه زموږ د هیواد لومړۍ بې پیلوټه جنګي الوتکې په توګه به کار وکړي. ( بایرقدار قزل ایلمه ) د لومړي پروټوټایپ سره د انجن د یوځای کولو لومړۍ ازموینه په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
( بایرقدار قزل ایلمه )بې پیلوټه الوتکه د اوزدیمیر برقدار ملي ټکنالوژۍ په مرکز کې د انجن ازموینه ترسره شوه. دا ازموینه د بایکار شرکت د ټکنالوژۍ د رئیس سلجوق بایرقدار په لارښونه او مشرۍ سره ترسره شوه. دا الوتکه د انجن ادغام ازموینې سره خپلې لومړۍ الوتنې ته یو ګام بله هم نږدې شوه. دا ازموینه د سپټمبر په ۱۷ مه نیټه ترسره شوه.
د ویلو ده چې ورته پروسه د تورکیې د لومړنۍ بې پیلوټه تعرضي الوتکې بایرقدار اقنجي الوتکې AKINCI TİHA کې تجربه شوې وه . د ویلو ده چې اقتجي الوتکه د د ۲۰۱۹ کال د د سپټمبر په لومړني نیټه کې د خپل لومړي انجن ادغام ازموینې بشپړولو نه وروسته د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په شپږمه نیټه کې خپله لومړۍ الوتنه ترسره کړه. اقنجي الوتکه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۹ مه نيته د هیواد وسله والو ځواکونو ته وسپارل شوه او په رسمي فعالیت او ماموریت يي پيل وکړ.
( بایرقدار قزل ایلمه ) بې پیلوټه جنګي الوتکې پروژې د ازموینې بهیر، چې د بایکار ټکنالوژۍ شرکت د ۲۰ کلونو ژورې ټیکنالوژۍ راټولولو او تجربې سره رامینځته شوی، د ځمکنیو ازموینو سره به دوام وکړي. د ویلو ده چې ( بایرقدار قزل ایلمه ) بې پیلوته جنګي الوتکه به خپله لومړنۍ الوتنه په ۲۰۲۳ کال کې ترسره کړي.
دا الوتکه په ډیرو کوچنیو او لنډو ځغاست لیکو کې د کیناستو او الوتنې ظرفیت لري.
( بایرقدار قزل ایلمه ) بې پیلوټه جنګي الوتکه په ځانګړې توګه د کوچینو او لنډو ځغاست لیکو درلودونکو کښتیو کې په ډیره ښه توګه د کیناستو او الوتنې وړتیا سره انقلاب رامینځته کړي .
دا الوتکه به د تورکیې د وسله وال پوځ سره په کورنیو او بهرنیو عملیاتو کې او د سمندرنو پورې غاړې په ماموریت کې ډیره زیاته مرسته وکړي. د تورکیې د وسله وال ځواک طاقت ، توان او پیاوړتیا به څو برابره کړي.
د ( بایرقدار قزل ایلمه ) الوتکه د بې پیلوټه الوتکو برعکس، کولی شي د ډیرو سختو مانورونو سره د نورمال جنګي الوتکو په څیر د هوا نه هوا ته جنګ وکړي، د دې ځانګړتیا سره به د جګړې په ډګر کې توازن بدل کړي. بې پیلوټه جنګي الوتکې چې د تورکي انجینرانو او تخنیکرانو لخوا د Bayraktar TB2 او Bayraktar AKINCI څخه ترلاسه شوي تجربې سره رامینځته کیږي ، د کورني هوایی مهماتو سره به د هوایي هدفونو پروړاندې مؤثریت چمتو کړي.
د ( بایرقدار قزل ایلمه ) بې پیلوټه جنګي الوتکه د ټیټ رادار ټریس څخه سره ډیر ستونزمند ماموریتونه په بریالیتوب سره اجراء کړي .همداشان دا الوتکه به د ۱۵۰۰ کیلو ګرامه مهماتو د انتقال ظرفیت ولري.
دا الوتکه به د پرمختللې رادار سیستم سره په ډیره لوړه کچه د هر ډول وضعیت په اړه د خبر اخیستو ظرفیت ولري.