د نړۍ د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ تر ټولو لوی فیستیوال ټکنو فست په اذربایجان کې خپلې دروازې پرانیستې.
د ترکیې د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ تر ټولو ستر فیستیوال ټکنوفسټ په اذربایجان کې پيل شو




د نړۍ د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ تر ټولو لوی فیستیوال ټکنو فست په اذربایجان کې خپلې دروازې پرانیستې.
د ټکنو فسټ فیستیوال د ترکیې د ټکنالوژۍ د ډلې ۳ ټي بڼسټ ، د اذربایجان ډیجیټل پراختیا او ټرانسپورټ وزارت او د ترکیې جمهوریت د صنعت او ټیکنالوژۍ وزارت او اذربایجان د یو زیات شمیر مهمو شرکتونو په مرسته اذربایجان په پلازمینه باکو د کریسټال هال او د سمندر غاړې بلوارډ ملي پارک کې جوړ شو.
د فیستیوال د پرانیستلو په مراسمو کې د ترکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک، د اذربایجان د ډیجیټل پراختیا او ټرانسپورټ وزیر ریسات نیبیوف، د دفاعي صنایعو د ریاست رئیس اسماعیل دیمیر، د ټکنو فسټ د اجرایوي شورا رئیس سلجوق بیرقدار او یو زیات شمیر ترکي او اذربایجاني شرکتونو لوړ پوړو چارواکیو ګډون کړی وو.
د فستیوال د یوې برخې په توګه، مختلف نندارتونونه او د ټیکنالوژۍ سیالۍ به د می تر ۲۹ پورې ترسره شي.
ددې فیستیوال په چوکاټ کې به د ترکیې بې پیلوټه تعرضي الوتکې، وسله وال بې پیلوټه الوتکې بیرقدار ټي بي ۲، د اذربایجان هوايي ځواک، د ترکیې د هوايي ځواک الوتکې د باکو په اسمان کې نندارې وړاندې کړي.
د ترکیې د دفاعي صنعت او ټیکنالوژۍ مخکښ شرکتونه به خپل تولیدات او وړتیاوې د آذربایجان په Teknofest کې پرانیستل شوي سټینډونو کې نندارې ته وړاندې کړي.