ترکیې د لومړي ځل لپاره په وسلو سمبال ډرون واټرکرافټ کښتۍ جوړه کړه.
ترکیې د لومړي ځل لپاره پرته د چلوونکي په وسلو سمبال کښتۍ جوړه کړه

د ترکیې د دفاعي صنایع د شرکتونو د ګډې همکارۍ په نتیجه کې جوړه شوې په وسلې سمبال پرته د چلوونکې یا ډرون واټرکرافټ کښتۍ اوبو ته ښکته کړې شوه.
دا ډرون کښتۍ د ترکیې ارس کښتۍ جوړونکي شرکت او میتاک سن دفاعي صنایع شرکت لخوا د څو کلونو تحقیقاتو په نتیجه کې جوړه شوې ده.
د ویلو ده چې د اولاق په نامه دا واټرکرافټ کښتۍ سمندر ته د ښکته کولو سره يي په ازمایښتونو پيل وشو.
دا ډرون واټرکرافټ کښتۍ په ساعت کې د ۶۵ میله په سرعت ، د شپې او ورځې د لید په ظرفیت، ملي شفر مخابراتي سیستم او پرمختللو وسلو سمبال ده.
همداشان دا واټرکرافټ د کشف، څار، استخباراتو راټولو، د اوبو د پاسه محاربې، د نورو کښتیو د امنیت نیولو او محافطت او چټک غبرګون په څیر د دندو په موخه طرحه او ډیزاین شوی دی.
دا واټرکرافټ ډرون کښتۍ د ترکیې د راکټ سن شرکت لخوا په جوړ شوي ۴ لایزر وړانګو باندې سمبال جیریت توغندیو او دوو اوږد واټنه ضد ټانک توغندیو باندې سمبال ده.