ترکیې د ځان بساینې په برخه کې یو بل مهم ګام اوچت کړ

ترکیه تر ټولو ستره هدفي بریدونو او هجوم کښتۍ جوړوي

1449290
ترکیې د ځان بساینې په برخه کې یو بل مهم ګام اوچت کړ

 د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې  د هر اړخیزې هدفي یا هجوم جنګي‌ بیړۍ انادولو به په سمندرونو کې ترکیه په نړۍوال طاقت او قوت بدله کړي.

د ترکیې د تکنالوژۍ وزیر په سمندر کې د ترکیې د حرکاتو او بشري مرستې د عملیاتو د توان او ظرفیت لوړونکي‌ هر اړخیزې هدفي یا هجوم انادولو کښتۍ د جوړولو د فابریکې نه لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې د انادولو کښتۍ چې په سمندرونو کې به  د ترکیې طاقت او توان څو برابره لوړ کړي د جوړولو چارې په چټکۍ سره دوام لري.

دا کښتۍ چې په هیواد کې د ځايي تولیداتو د کچې د لوړولو سره به هم د پام وړ مرسته وکړي اصلي دنده به يي د ځواک لیږد او هر اړخیز عملیات وي.

د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر  د ترکیې تر ټولو د سترې کښتۍ انادولو د جوړولو د فابریکې نه لیدنه وکړه  او د کښتۍ په اړه يي د فابریکې د چارواکیو نه معلومات واخیستل.

وزیر د فابریکې نه د لیدنې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل چې ترکیه د لومړي ځل لپاره پدې کچه لوړه او هړ اړخیزه د هدفي بریدونو یا هجوم کښتۍ جوړوي چې دا کښتۍ به په سمندرونو کې د ترکیې طاقت او قوت څو برابره لوړ کړي .

هغه وویل چې پدې وروستیو کې ترکیه په یو قوي سیمه ایز ځواک بدل شوی دی او پدې خبره ټول ډیر ښه پوهیږي. ددې نوې کښتۍ سره به په یو نړۍوال طاقت او قوت بدل کړي.

دا کښتۍ د سلو ټانکونو او زغروالو موټرو او څه باندې ۳۰ بې پیلوټه الوتکو د انتقال ظرفیت لري.



اړوند خبرونه